۶ پاکستاني عسکر د بم په چاودنه کې وژل شوي

۶ پاکستاني عسکر د بم په چاودنه کې وژل شوي

د پاکستان امنېتي مقامات وايي چې ددغه هېواد په شمال لوېدیځ کې شپږ تنه پاکستاني عسکر دسړک په غاړه د بم په ېوه چاودنه کې وژل شوي دي او دوه تنه ېې زخمېان دي.

چارواکو ووېل چه د بم چاودنه د اورکزیو په اېجنسۍ کې هغه وخت وشوه چې د فرنټېر کور سرحدي ملېشو یو موټر په بم وربرابر شو. په اورکزېوکې پاکستاني عسکرو دطالبانو پر خلاف ېو لړ پوځي عملېات پیل کړي دي او سږکال په جون کی د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په دغه قبایلي اېجنسۍ کې یې دطالبانو پر خلاف خپل عملیات په برېالېتوب سره سر ته ورسول خو اوس لا هم هلته دطالبانو حملې دوام لري.

په عین وخت کی نن دپېښور په ېوه جومات کې دجمعې دلمانځه د ادا کولو نه ووروسته د بم په ېوه چاودنه کې تقرېبا دوه کسان مړه او ېوولس کسان زخمیان شوي دي او ېوه ټوپکوال په اسلام اباد کې په ېوه روغتون باندې ډزې وکړې، چې دري کسان ېې زخمېان کړل. پاکستاني چارواکي وایي چې دغه ډزې د اسلام اباد د روغتيایې ساېنسونو دانستېټوت دعاجلو ناروغانو دوارډ سره نژدې وشوې.