کلینټن: پاکستان د افغانستان په برخلیک کې رول لري

کلینټن: پاکستان د افغانستان په برخلیک کې رول لري

د امرېکې د بهرنېو چارو وزېره مېرمن هېلري کلنټن واېې غواړي چې په پاکستان باندې فشار زېات کړي چې د قباېلي سېمو نه د طالبانو دشړلو لپاره زېات محنت وباسي.

مېرمن کلنټن نن په کابل کې د جمهور رېس حامد کرزي سره د ېوه گډ مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې وېنا کوله. هغې ووېل چې پاکستان د افغانستان د راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې مهم رول لري او باېد چې امرېکا، افغانستان او پاکستان په ګډه سره کار وکړي.

مېرمن کلنټن په کابل کې دښاغلي کرزي سره دهغو کوښښونو په اړه خبرې وکړې چې د طالبانو سره ېې د روغې جوړې په خاطر د افغانستان حکومت کوي او هم ېې ورسره د ناټو د ځواکونو نه په جګړه ځپلي افغانستان کې افغان حکومتي ځواکونو ته د امنېت د ساتلو د مسوولېت د ورسپارلو په هکله سلا مشوره وکړه.

دامرېکا دبهرنېو چارو وزېرې ووېل ، زمونږ هېله د پاکستان د حکومت نه دا ده چې دهغو وسله والو جنگېالو د حملو مخه ونېسي او مقابله ورسره وکړي چې د هغې په وېنا د پاکستانېانو ، افغانانو او نورو خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کوي. مېرمن کلنټن نن ناوخته اسلام اباد ته رسېږي او په همدې اړه به د پاکستان د حکومت د مشرانو سره وغږېږي.

د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې په کابل کې د ښځو او سېاست پوهانو ېوه ډلې سره وکتل او ویې ویل چې ددې لپاره راغلې ده چې واقعېتونه ځان ته معلوم کړي.

امرېکا او افغانستان دواړو په پاکستان باندې دا تور لگولې چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه تورونه نه مني.

د امرېکا د بهرنېو چارو دوزېرې مېرمن کلنټن او د CIA د رېس ډېوېډ پېټرېس په ګډون ېو شمېر لوړ پوړي امرېکاېې ماموران نن په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره گوري او په قباېلي سېمو کې به د طالبانو پرضد دعملېاتو د پیلولو په اړه ځیني غوښتنه وکړي. په هېت کې د امرېکا د پوځ د سترو درستېزانو د کمېټې رېس جنرال ماټن ډېپمسې هم شامل دی.

مېرمن کلنټن په کابل کې خبرېالانو ته ووېل چې پاکستان باید دافغانستان د شخړې په حل کولو کې شامل شي، او باېد دهغو ترهګرو مخه ونېسي چې هم په پاکستان او هم په افغانستان کې بریدونه کوي.

دامرېکا حکومت په پاکستان باندې خپل فشار زېات کړی او غواړي چې په شمالي وزېرستان کې دي د حقاني د شبکې د جنگېالو پر خلاف پوځي عملېات وکړي. دغه شبکه چې وېل کېږي په شمالي وزېرستان کې مرکزونه لري، په افغانستان کې ېې په امرېکاېې او اېتلافي ځواکونو باندې څو وارې حملې کړې دي.