ناټو او پاکستان موافقه کړې چې سیاسي اړیکې قوي کړي

ناټو او پاکستان موافقه کړې چې سیاسي اړیکې قوي کړي

د ناټو او پاکستان مشرانو موافقه کړې چې خپلې سیاسي اړیکې تقویه کړي او د طالبانو او القاعدې د یاغیانو سره په جګړه کې په خپل اوسني نظامي اتحاد کې همکاري نوره هم پسي پراخه کړي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني نن د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د عمومي منشي اندرس فاګ راسموسن سره د ملاقات په وخت په دغو پیشنهادونو باندې خبري وکړې.

ښاغلي ګیلاني وویل چې په دغو پیشنهادونو کې د لوړې سطحې تبادله او ستراتیژیکي مذاکرات شامل دي. ښاغلي راسموسن وویل چې ناټو دې ته تیاره ده چې د پاکستان سره په هره برخه کې چې ضرورت ورته لري مرسته وکړي.

ناټو او پاکستان د افغانستان او پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې د کلونو راهیسي د اسلامي مبارزینو سره په جګړو اخته دي، مګر د دوی اړیکې تراوسه پوري زیاتره نظامي دي.

ښاغلي ګیلاني په دې باندې فشار واچوه چې پاکستان تراوسه لا هم دې ته متعهد دی چې د تندروۍ او تروریزم د شیطاني قواوو په مقابل کې جګړه وګټي.

د بلي خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي دي چې د پولیسو ته امر کړی چې په ټول هیواد کې دي لغوه شوي یاغي ډلې وځپي.