پاکستان کرکټ بورډ له کپتانۍ څخه د بابر اعظم استعفا ومنله

بابر اعظم د پاکستان د کرکټ ملي ټیم له کپتانۍ څخه استعفا کړې.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي د سپین توپ له کپتانۍ څخه د استعفا او توپ وهنې ته د توجه د زیاتولو لپاره د بابر اعظم پرېکړه یې منلې ده.

کرکټ بورډ چهارشنبې اکتوبر دوهمه (تلې ۱۱) د اعظم د استعفا له منلو وروسته د غوراوي کمیټې ته امر کړی چې د هغه ځای ناستي وټاکي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې که څه هم په ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې د بابر اعظم د کپتانی ملاتړ کاوه، خو زیاتوي چې د استعفا غوښتنه یې ښيي چې "هغه غواړي د یو ښه لوبغاړي په توګه خپلې لوبې ته توجه زیاته کړي."

بابر اعظم د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي له کپتانۍ لاس واخلي ترڅو خپلې توپ وهنې ته پام وکړي او په دې توګه یې لوبډلې ته ګټه ورسیږي.

دا مطلب هم ولولئ پر کپتانۍ د بابر اعظم او افریدي اختلاف؛ د پاکستان کرکټ بورډ بیړنۍ غونډه راغوښتې

د پاکستان د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي: "بابر اعظم خپله استعفا د سه شنبې په ماښام وړاندې کړه او منل شوې ده. د غوراوي ملي کمیټې ته امر شوی چې د هغه د ځان ناستي د ټاکلو په ګډون د سپین توپ د راتلونکو لوبو لپاره تګلارې جوړې کړي."

د پاکستان د سپین توپ د غوراوي په کمیټه کې ددغه هېواد د ملي ټیم عمومي روزونکی ګیري کیرسټن او پخوانی نړیوال لوبغاړی اسد شفیق شامل دي.

پاکستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سپین توپ ډیرې لوبې لري چې راتلونکې میاشت د استرالیا له سفر څخه پیلیږي چې پکې درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې شاملې دي.

له هغه وروسته د پاکستان د سپین توپ لوبډله زیمبابوې او جنوبي افریقا ته ځي او ورپسې چمپینز ټرافي ته د تیاري لپاره د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا سره د ټورنمنټ کوربه توب کوي.

د چمپینز ټرافي لوبې هم د پاکستان په کوربه توب د فبروري په میاشت کې کیږي. ټاکل شوې چې ددغه ټورنمنټ وروسته د پاکستان لوبډله د پنځو ۲۰ اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره د مارچ په میاشت کې نیوزیلنډ ته سفر وکړي.