په پاکستان کې چارواکو د مشال خان د قتل په تور شاوخوا ۵۰ کسان نیولي دي.
د مشال جرګې یوه غړې لایبه یوسفزۍ وايي د مشال د قتل په تور تر ډېره نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان د ځینو سیاسي او اسلامي ډلو غړي دي.
یوسفزۍ وویل د دغو کسانو دوسیې اوس د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې ته استول شوې او په پام کې ده چې ژر به یې په اړه پرېکړه وشي.
مشال خان د عبدالولي خان پوهنتون محصل و چې لسګونو کسانو ظاهرآ "اسلام ته د سپکاوي" په تور له کومې محکمې او ثبوت پرته په عام محضر کې وواژه، خو یوسفزۍ وايي چې د "اسلام سپکاوی" یوه پلمه وه او د هغه د قتل تر شا ځینې نورې خبري وي.
لایبې یوسفزۍ د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ته وویل چې مشال خان د پښتون قوم د وېښتابه، په پوهنتون کې د ننه د فساد پرضد، د پوهنتون د فیس د کموالي او دا ډول نورو مدني برخو کې مبارزه کوله چې "سیاستوالو" یې غږ خاموشه کړ.
Your browser doesn’t support HTML5