وحید عمر: پاکستان د طالبانو د پټنځایونو پړه افغانستان ته وراړوي

ښاغلی عمر وايي پاکستاني‌ چارواکي او سیاستوال غواړي‌ له خپل ځانه د طالبانو د ملاتړ پړه لرې کړي او ټوله ملامتي پر افغانانو واچوي.

د سیاسي او مدني‌ چارو فعال وحید عمر چې پدې وروستیو کې له یوې ډلې غیرحکومتي افغان فعالینو سره اسلام اباد ته تللی و، وايي پاکستان غواړي د طالبانو د ملاتړ او پټنځایونو په اړه بحث ته نوې بڼه ورکړي.

د ښاغلي عمر په اند پاکستاني‌ چارواکي او سیاستوال غواړي‌ چې له خپل ځانه د طالبانو د ملاتړ پړه لرې کړي او ټوله ملامتي افغانانو ته وردغاړې کړي.

امریکا غږ سره په مرکه کې وحید عمر وویل ځینو متقاعد پاکستاني جنرالانو او د مدني ټولنو استازو ټولو ورته همدا یوه خبره کوله چې، نور نو طالبان په پاکستان کې نشته او هغه ترهګر چې پر پاکستاني پوځ او نورو بریدونه کوي، له افغانستان څخه وراوړي.

د پاکستان پوځ څه موده وړاندې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات وکړل او دعوه کوي چې د ترهګرو ځالې يې ورویجاړې کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د جعفر هاند پوښتنې او د وحید عمر ځوابونه دلته واورئ: