د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مرستیال جان فندر د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) د پاکستان د لېرې واټن وېشتونکيو بالستیک میزایلو په پروګرام باندې د انتقاد تر څنګ وویل چې «سخته ده چې د پاکستان اقدامات د متحدو ایالتونو په وړاندې له څرګندېدونکي ګواښ پرته بل څه وبولو».
نوموړي د نړیوالې سولې لپاره د کارنګیګي په انستیتیوت کې وویل، چې پاکستان په زیاتېدونکي ډول د میزایلو پیچلې تکنالوژۍ ته وده ورکړې چې په کې«د لېرې واټن وېشتونکيو میزایلو د سیستم څخه نیولې تر هغو تجهیزاتو پورې، چې د لېرې واټن وېشتونکو میزایلو د موتورونو ازماېښت ممکن کوي» شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې تېره ورځ وویل چې په اسلام اباد کې د «پاکستان د ملي پراختیا تاسیسات» چې د پاکستان د بالستیک میزایلو د پروګرام مسول دي او د پرمخ بیولو لپاره یې د اجزاو د تدارک په برخې کې کار کوي، د هغو څلورو بنسټونو په ډله کې دي چې بندیزونه پرې لګول شوي دي.
همدغه راز د افیلیټس انټرنیشنل شرکت، د اختر او زامنو خصوصي شرکت او راک سایډ شرکت چې د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام لپاره تجهیزات او اجزاوې برابروي، په بندیزونو کې شامل دي.
د امریکا له دغه اعلان څخه څو ساعته وروسته، پاکستان وویل چې دا «پرېکړه د تعصب په اساس شوې او د تاسف وړ» ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا دا اقدام د سیمې او نړۍ د ستراتېژیک ثبات لپاره به «خطرناک عواقب» ولري. دغه وزارت ویلي دي چې د پاکستان ستراتېژیک قابلیتونه په جنوب اسیا کې د حاکمیت، سولې او ثبات د دفاع او حفاظت لپاره دي.