پاکستان: سیلاب نه بیرته رغیدول ملیاردونه ډالر غواړي

د پاکستان سفیر، ضمیر اکرم

د پاکستان استاځي په ملگرو ملتونو کې وویل چې دده هیواد په ملیاردو ډالرو ته ضرورت لري چې خپل هیواد له پراخه او ویجاړوونکی سیلاب نه وروسته بیرته اباد کړي.

سفیر ضمیر اکرم د سه شنبې په ورځ په جنیوا کې خبرې کولې.

هغه اټکل وکړ چې 2.5 ملیارده ډالره ددې لپاره پکار دي چې یوازې د هیواد شمالي برخه کې خلک بیرته ځای په ځای کړی شي.

هغه اټکل وکړ چې دا کار به لږ تر لږه پنځه کاله وخت وغواړي چې هغه خساری چې سیلاب اړولي دي بیرته تعمیر کړای شي.

سفیر ضمير اکرم دا خبرداری هم ورکړ چې د کرنی او ځېنی نورو قیمت بها فصلونو تخریبېدل به په پراخه پیمانه د غلې کمښت منځته راولی؛ ددی سره به بې روزگاري او فقر او نیستی هم ملگری وي.

د پاکستان سفیر ضمیر اکرم خواست وکړ چې نړېوال دی له هغو ملېونونو پاکستانېانوسره مرسته وکړیت چې کورونه ېې خراب او دژوند وساېل ېې سېلاب ځپلی دی.

ملگرو ملتونو د سه شنبی په ورځ ووېل د پاکستان د ٦ ملېونو سېلاب ځپلو له جملی نه ېوازې ېوې کوچنی برخی ته مرستی وررسېدلی دي. دملگرو ملتونو چارواکېو پرهغو ملتونو باندی چې د مرستی وعدی ېې کړېدی غږ وکړ چې خپلې مرستی په عملی توگه له پاکستان سره پېل کاندی. ملگر ي ملتونه وايی چې تراوسه پورې دوی د ٩٠٠ ملېونو ډالرو په اندازه مرستی برابری کړیدی. د نړېوال بانک ېو خبرلېک کې وېل شوېدی چې لس ملېونه ډالره به له نورو پروژو نه د پاکستان سېلاب ځپلو ته ور انتقال شی چې په هغو باندی د سون مواد ، پولاد، سېمېټ، اونور ضروری شېان چې د بېا رغېدو په ابتدايي مراحلو کې پکارېږی،اکمال شی.

خوهغو دا مشخصه نکړله چې دا پېسی به څنگه مصرف شی. د خوراک نړېوال پروگرام د سه شنبی په ورځ ووېل چې دوی له دې ستونزې سره لاس او گرېوان دی چې په اکثره سېلاب ځپلو سېمو کې سړکونه خراب شوېدی ، پلونه وران شوېدی او ډېرو سېمو ته له هېلېکوپټرنه پرته په بل څه باندی ورتلل امکان نلری. د نړېوال خوراک اداره وايی چې دوی تقرېبا ېوملېون کسانو ته دېوې مېاشتی په اندازه خوراکی مواد برابر کړېدی.

پاکستان: سیلاب نه بیرته رغیدول ملیاردونه ډالر غواړي

ملگرو ملتونو وېلی دی چې په پاکستان کې د سېلاب له امله ٣.٥ ملیونه ماشومان په هغو ناروغیو دا خته کېیلو له خطر سره مخ دی چې له غیرصحی اوبو نه را پیدا کېږي. هغوی خبرداری ورکړی چې دا به د سیلاب له امله د مرگونو دویمه څپه وي.

دملگرو ملتونود بشری مرستو نطآق Maurizio Giuliano ددوشنبی په ورځ ووېل که چېرې نورې مرستی برابری نکړی شی.

شپږ ملېونه انسانان د نسخوږي ؛ خونی اسهال ، اونور ناروغېو باندی داخته کېدلو له خطر سره مخ کېدونکی دی.

د پاکستان چارواکېو اټکل کړېدی چې تقرېبا شل ملېونه کسان سېلاب تاوانی کړېدی. ملگری ملتونه وايي چې په دې جمله کې لږ تر لږه شپږ ملېونه کسان داسی عاجلو خوراکی مرستو ته ضرورت لری چې ژوند ېې پرې بقا وکړی.

پال گارووډ ، په پاکستان کې دملگرو ملتونو له خوانه ماشومانو ته د عاجلو مرستو رسولو نطآق په دې برخه کېی داسی وايی:

(... کله چې په ېوه ټولنه کې زښتی ډېرې غېرصحی اوبه موجودې وي. په کوم ځای کې چې خلک اوسېږی خو هلته د څښلو صحی اوپاکی اوبه نه وی، او صحی شراېط خراب وی او په کوم ځای کې چې ډېر خلک له ېوبل سره نېژدی اوسېږی. نو هلته د اوبو نه د راپېداشوېو ناروغېنو دخپرېدلو خطر لکه اسهال اونس خوږي زېاتېږی. )

د پشه کال درې ا ونېو باران په پاکستان کې تر ټولو سخت اوبې سابقې سېلابونه راوستی دی. دغه سېلاب دېو اټکل له مخی ١٦٠٠ کسان وژلی دی او شل مېلېونه نورېې د خېبر پښتونخوا ، پنجاب او سند په صوبو کې تاوانی کړېدی.

نړېوال بانک وايی چې دوی پلان لری په اېنده کې په هغو پروژوباندی کاروکړی چې دانډس د سېنېد په امتدا کې پرتی دی او دبنېا دی ضرورېاتو لپاره ډېر اهمېت لری. نړېوال خوراکی پروگرام خواست کړېدی چې دوی ته په کافې اندازه پېسی ورکړل شی، چې د اېنده سېلابونو دراپېدا کېدونه د راولاړشوېو تاوانونو مخه ونېسی. له بل پلوه دوی دېته هم ضرورت لری چې په سېپتمبر کې دخوراکی موادو رسولو ته ادامه ورکړی شی.