فراه ولایت کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی

عکس (ارشیف)

د امریکا دفاع وزارت وایي، د تیرې جعمې په ورځ یو امریکايي سرتیری د افغانستان په فراه ولایت کې وژل شوی دی.

پنټاګون پرون شنبه جولای ۴ (چنګاښ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد امریکايي سرتیری په یو ټرافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د "وینسنت سباستین ایبریا" په نوم وژل شوي ۲۱ کلن امریکايي سرتیری د امریکا متحده ایالاتو د تکزاس ایالت د سان انتینو اوسېدونکی دی.

د پنتاګون په اعلامیه کې ويل شوي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش (سیګار) د راپور په اساس چې د تیر غبرګولي میاشت کې یې خپور کړ د ۲۰۰۱ د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او پرسونل وژل شوي دي.

سیګار ویلي وو چې له یادو امریکايي سرتیرو څخه ۱۴۰۹ یې په مخامخ جګړې، ۴۹۷ یې د ټپونو له کبله او درې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي. همدغه راز۵۳۰ نور پرسونل په نورو پېښو کې وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري چې عمده دنده یې د افغان سرتیرو روزل او سلا مشورې ورکول دي.

په ټرافیکي پېښه کې دغه امریکايي سرتیری پر داسې مهال وژل کیږي چې د امریکا او طالبانو د دوحې د سولې تړون له مخې په ۱۴میاشتو کې باید ټول بهرني سرتیري افغانستان پرېږدي.