امریکا کې د لاسا تبې یو کس مړ کړی- روغتیایي مسئولین

د امریکا د ناروغیو د وقايي او کنترول مرکزونه وايي دلته د لاسا ویروس د خپرېدو امکان بیخي کم دی

د متحدو ایالتونو د ایوا په ایالت کې د روغتیا او بشري خدمتونو مسئولین وایي چې دغلته د لاسا تبې له کبله یو کس مړ شوی .

د مړ شوي کس نوم اخیستل شوی نه دی او ویل شوي چې هغه تازه لویدیځې افریقا ته له سفر څخه راستون شوی و.

چارواکي فکر کوي چې دغه کس به په افریقا کې په دې مرض اخته شوی وي.

د ایوا د روغتیا ریاست وایي چې د متحدو ایالتونو د ناروغیو د وقایې او کنترول مرکزونه د لاسا د تبې د تشخیص په اړه کار کوي.

دغو مرکزونو ویلي دي چې د ارزونې په اساس یې په متحدو ایالتونو کې د دغې تبې د خپرېدو امکان ډېر کم دی. دا ویروس په لویدیځې افریقا کې خپور دی خو په متحدو ایالتونو کې ډېر نه دی لیدل شوی.

د ایوا ایالت د روغتیا ریاست د معلوماتو په اساس په شاوخوا ۵۵ کلونو کې په متحدو ایالتونو کې د لاسا تبې اته پېښې ثبتې شوې وې.

په لویدیځې افریقا کې د لاسا تبې ویروس د موږګانو د متیازو او یا په دغه ویروس د اخته موږګانو سره د تماس له لارې انتقالیږي.

د بدن عمومي ستړیا، د سر درد، د زړه بدوالی او د بدن غړو درد د دغه ویروس نښې بلل کېږي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د وقایې او کنترول مرکزونه وايي چې په لویدیځې افریقا کې هر کال د ۱۰۰زرو څخه نیولې تر ۳۰۰زره پورې د لاسا تپې پېښې ثبتیږي او شاوخوا ۵۰۰۰ کسان یې له کبله مري.