بې تیلو فرانسوۍ کښتۍ په شپږ کلن سفر وتلې ده

فرانسې داسې یوه کښتۍ جوړه کړې چې د تیلو له سوځېدو پرته به شاوخوا شپږ کاله په سمندر کې مزل کوي.

ټاکل شوې چې دا کښتۍ به د اطلس په سمندر کې سفر کوي، خو لا یې د سفر د پیل نیټه معلومه نه ده.

د دغې کښتۍ جوړونکي هیله مند دي چې دا کار به داسې نوښتونو ته لار پرانیزي چې دا ډول وسایل به له تيلو پرته د پاکې انرژۍ په واسطه مزل وکړي.

دا کښتۍ د لمر په انرژۍ چلیږي چې د بادي توربینونونو او یو ډول ځانګړي سیسټم په واسطه، چې له اوبو انرژي تولیدوي، سفر کوي. په اصل کښتۍ ځان ته د سفر او مزل مواد تولیدوي او ماڼوګاڼ هم لري.

اسوشیتډپرس وايي دا کښتۍ به د ورځې د لمر له انرژۍ او باد او د شپې به په اوبو کې د موجوده هایدروجن په واسطه چلیږي.

په اصل کې د دا ډول کښتیو د جوړولو چارې په ۱۹۸۳ کال کې پیل شوې، خو فرانسې بیا دا پروژه پراخه کړه او اوس یې دا کښتې جوړه کړه.