اوباما: په انتخاباتو کې د مداخلې د هڅو ځواب ورکوو

اوباما د ان پي آر سره په مرکه کې ویلي چې امریکا به په مناسب وخت او ځای کې اقدام وکړي

جمهور رئيس اوباما وايي چې امریکا به د روسیې او بل هر هغه بهرني هیواد په خلاف اقدام وکړي چې د امریکا په انتخاباتو کې یې د لاسوهنې هڅه یې کړې وي.

اوباما د ان پي آر د راډیو خبریال ورسره په سپینه ماڼې کې په یوه مرکه کې وویل چې دې ته اړتیا شته چې امریکا د روسیې ښکاره اقداماتو ته ځواب ووایي.

«زه فکر کوم چې په دې کې شک نه شته چې کله چې یو بهرنی هیواد هڅه وکړي چې زموږ د انتخاباتو اعتبار ته تاوان ورسوي موږ باید چې اقدام وکړو. او موږ به دا کار وکړو.»

د امریکا جمهور رئیس وویل چې «اقدام به په مناسب وخت او ځای کې وشي. په دغو اقدامات کې ځینې به یې ښکاره وي، ځینې به یې خلګو ته وویل شي او کیدای شي چې ځینې یې و نه ویل شي.»

اوباما زیاته کړه چې «پوتین پوهیږي چې زه څه احساس کوم، دا ځکه چې ما د هغه سره په دې اړه مستقمې خبرې کړې دي.»

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي آی اې) دې نتیجې ته رسیدلې چې هغه کمپیوټري غلو یا هکرانو چې د هیلري کلنټن د جمهورریاست د کمپاین ایمیلونه یې غلا کړي وو - واضح هدف درلود.

سي آی اې زیاتوي چې د دغو هکرانو هدف دا و په انتخاباتو کې د جمهوري ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ سره مرسته وکړي.

د سپینې ماڼې چارواکو ویلي دي چې د دې امکان نه شته چې داسې څه دې وشي او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوټین دې خبر نه وي، یا دې هم پکښې دخیل نه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه تورونه «احمقانه» او د «خندا وړ» بللي دي.

اوباما د ان پي ار راډیو ته وویل چې تر اوسه هم د امریکا استخباراتي ادارې د دغه موضوع په اړه هر اړخیزه څیړنه کوي او دی نهايي رپوت ته منتظره دي چې وګوري په دغه قضیې کې چا لاس درلود او ولې یې دا کار کړی دی.

ټرمپ بیا د خپل په ټویټر لیکلي دي چې «که چیري روسیه، یا بل هر هیواد یا سازمان دا کار کړی وي نو ولې سپینې ماڼۍ دومره وخت انتظار وکړ؟ ولې دوی یوازې د دې نه وروسته چې هیلري انتخابات بایلول دوی شکایت کړي.»

د سپینه ماڼۍ ویاند جاش ارنست پرون په خپل خبرې کنفرانس کې وویل چې د انتخاباتو نه یوه میاشت مخکې د امریکا استخباراتو یو رپوټ خپور کړ چې ښيي چې روسیه په انټرنیټ داسي فعالیتونه کوي چې غواړي د امریکا په دیموکراسۍ باندې اعتماد له منځه یوسي.