د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما او د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د ویډیو کنفرانس د لارې خبرې وکړلې.
سپینه ماڼۍ وایي چې ښاغلي اوباما د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ګاونډیو هیوادونو سره په ګډ کار کولو او د سیمه ایزې همکارۍ په جلب کولو کې د جمهور رئیس اشرف غني هلې ځلې وستایلې.
د سپنې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس براک اوباما د افغانستان د سولې په هلو ځلو کې د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړ. اوباما وویل "د سولې پروسه کولی شي چې په افغانستان کې تشدد کم کم کړي او یوازې په افغانستان کې نه بلکه په سیمه کې د دایمي ثبات سبب کیدلی شي."
دواړو مشرانو همدرانګه وویل چې د همدې کال د جولای په میاشت کې د پولینډ په پایتخت وارسا کې کله چې د ناټو د غړیو هیوادونو مشران غونډه کوي، د افغانستان د سولې لپاره به د ملاتړ غوښتنه هم وشي.
تمه کیږي چې د افغانستان، متحده ایالاتو، چین او پاکستان استازي د همدې میاشتې په نهمې نیټې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د طالبانو د استازو سره مخامخ خبرې وکړي.
د امریکا جمهوررئیس د افغان حکومت او طالبانو له ډلو سره د خبرو په باب دا ملاتړ په داسې حال کې اعلان کړی چې افغان او پاکستاني چارواکي وایي چې په کابل کې چې د څلوراړخیزې ناستې برخه والو د مارچ په لومړۍ اونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره کومه نیټه ټاکلې وه، کیدای شي د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې د دغې نیټې وروسته ترسره شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د جمهوررئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال امریکا غږ ته په مرکه کې ویلي چې که څه هم د مخامخ خبرو د غونډې لپاره د پردې شاته ډیرې هڅې روانې دي خو د مارچ د لومړۍ اونۍ نیټه تر ډیره د خبرتیا لپاره وه.
همداشان په اسلام اباد کې پاکستاني امنیتي سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې تراوسه لا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د مخامخ خبرو کې د ګډون پریکړه نه ده کړې، چې ورسره مخامخ خبرې به هم یو څه شاته ولویږي.