افریقايي ځوانان د اوباما لیدلو ته راغلي

افریقايي ځوانان د اوباما لیدلو ته راغلي

سږکال د اوولسوصحرا لاندې افریقايي هیوادو د استقلال د پنځوسم کال سره برابر دی. ددغې مهمې پیښې په درناوي د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د ۴٦ هیوادو د ١١٥ ځوانو مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل او دوی سره یې د سه شنبې په ورځ د سوال او ځواب په یوه ناسته کې گډون وکړ.

ښاغلي اوباما او ځوانو مشرانو خپل نظرونه بیان کړل چې څنگه کولی شي افریقايي سیستم، او د حکومتونواو موسساتو بڼې ته په راتلونکو پنځوسو کلونو کی بدلون ورکړ شي.

جمهوررئیس اوباما د ځوانو افریقايي مشرانو سره نیغ په نیغه په اصل مطلب وغږید. اوباما وویل:

د امریکا متحده ایالاتو ته ښه راغلاست، په تاسو کې په گانا کې زمونږ دوستان هم شامل دي چې مونږ ته د فوټبال په نړیوالو لوبو کې ماته راکړه. چیرې یاستۍ؟

گانايي ښځې وویل ـ بیا به د ٢٠١۴ کال په لوبو کې سره وگورو...

د سپینې ماڼئ په دې غونډه کې د مدني ټولنې، کاروبار او مذهبي سازمانونو وتلي مشرانو چې ددغه خاص مقصد لپاره غوره شوي وو، گډون درلود. په غونډه کې دا خبره یاده شوه چې څنگه افریقايي ټولنې په راتلونکو لسیزو کې وده وکړي. ښاغلي اوباما ځوانو افریقايي مشرانو ته وویل چې د افریقا راتلونکی ددوی په شان د داسې افریقايي ځوانانو په لاس کې دی.

اوباما وویل:

ځنې وختونه زاړه سیاست مداران داسې خویونه لري چې ماتول یې گران کار وي. نو هغه څه چې مونږ یې غواړو هغه داده چې د خلکو سره نیغ په نیغه افهام او تفهیم وشي ځکه دوی بیا داسې فکر ونه کړي چې افریقا په هماغه زړه لاره روانه ده.

یو ځوان لیبریايي په خپل هیواد کې د ماغزو په تیښته اندیښمن دی.

هغه وايي: ډیر شمیر افریقايي او لیبریايي ځوانان شته دي چې ښې سلیقې لري او کیدلی شي د خپلو ملکونو د پرمختگ لپاره پاخه او ښه افکار ولري خو په خپلو ملکونو کې د رخه کونکو مامورینو په سبب دې ته ترجیح ورکړي چې د خپل ملک په ځای په نورو هیوادونو کې ځان ته د اوسیدلو ځایونه ولټوي، ځکه دوی هلته د خپل کارثمره اود هغې نه یې مننه گوري.

خو ښاغلی اوباما وايي چې شنه چمنونه یعنی ښه ځایونه ممکن مخ په ودې مارکیټونه وي. اوباما وویل:

په افریقا کې داسې هیوادونه شته دي چې اقتصادي وده یې په کال کې په سلو کې اوه، اته، یا نهه وي. نو ځکه که تاسو یو متشبث یاستۍ نو هلته به ژر وده وکړی نسبت ودې ته چې دلته راشئ.

د ملاوي نه یوه بشري کارکونکي وویل چې د افریقا وچه د اچ ای وي ایډز د بحران سره لاس په گریوان ده. هغه وايي:

مونږ څه کولی شو چې دغه بحران پای ته ورسیږي؟ که داسې ونه شي نو په افریقا کې پرمختگ نا شونی دی.

براک اوباما وویل:

پداسې حال کې چې حتی د اچ ای وي ایډز په مجادله بوخت یو، مونږ باید یواځې ددې ناروغۍ په علاج باندې تمرکز ونه کړو، بلکه په مخنیوي او د انتقال په مخنیوي کې هم فکر وکړو. مونږ به هیڅلکه هغومره پیسې ونه لرو چې ټول هغه خلک چې درگرده مصاب کیږي، معالجه کړو.

اوس به بیا د گانا خبرې. په گانا کې د راډیویی خبرې اترې د خپرونې یو کوربه مایکروفون په لاس اخلي او وايي:

زه اورم چې خلک د شراکت په هکله بدبیني لري. ځنې دي چې دوی تل د شراکت غوښتونکي دي. څنگه کیدلای شی چې شراکت منځ ته راشي په داسې حال کې یوه خوا ډیره غښتلې او په بله خوا کې یو ډیر ناتوان ملک وي؟ براک اوباما وویل:

زما په فکر د افریقا او د امریکا گټې ډیر ځلي سره شریکې دي. زمونږ زړونه غواړي په افریقا کې پرمختگ وگورو ځکه مونږ پوخ اقتصاد لرو خو د افریقا اقتصاد لا خام دی او د ودې په حال کی دی، نو که تاسو زیات شمیر ای پاډونه وغواړی نو دلته په امریکا کې زیاته مشغولتیا را منځ ته کړي.

د ځوان افریقايي مشرانو ډلې د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هلری کلنټن سره وکتل او دوی به نن چارشنبه د کانگرس د غړو سره هم گوري.