اوباما افغانستان ته په ناڅاپي توګه ورسید

A Sri Lankan Catholic touches the glass near an idol during a mass at a church in Colombo.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته تللي ؤ چې امریکایي عسکرو ته د هغوي د خدمت په خاطر کور ودانې ووایي. د رپوټونو له مخې د خرابې هوا له وجې ښاغلي اوباما ونشو کړی چې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره مخامخ ملاقات وکړي.

د افغانستان د خطرناکې وضعې په خاطر د جمهور رئیس اوباما سفر د رسیدو نه یوازې څو شیبې وړاندې په ډاګه شو او د هغې نه مخکې پدې اړه هیڅ هم نه ؤ ویل شوي.

ښاغلي اوباما د بګرام په هوایي اډې کې چې شاوخوا 3800 عسکرو ته وینا وکړه او د هغوي نه یې مننه وکړه چې پداسې وخت کې هلته خدمت کوي چې دلته په امریکا کې خلک د رخصتیو لپاره چمتوالی نیسي.

" زما د میرمنې میشل اوباما، د ملیا او ساشا ( چې زما لورګانې دي) او د درې سوو میلونو نه زیاتو امریکایانو په استازیتوب مونږ دلته راغلی یو چې ستاسو نه مننه وکړو. مونږ د هغه څه په خاطر تاسو ته کور ودانۍ وایو چې تاسو یې دلته په افغانستان کې کوۍ. "

جمهور رئیس اوباما د بګرام په هوایي ډګر کې راټولو شویو عسکرو ته وویل چې د طالبانو د زور او قوت په ماتولو کې بریالی شویدي.

" پخوا به تاسو دفاع کوله او نور د دې کار نه خسته شوي یاست ، اوس تاسو د حملې او تعرض په حال کې یاست. تاسو د هغوي په مشرانو باندې حملې کوۍ او هغوي دیته اړ باسۍ چې خپل مرکزونه خوشې کړي. نن ورځ مونږ پدې ویاړو چې یوازې د ګوتو په شمار سیمې دلته په افغانستان کې د طالبانو د کنترول لاندې دي او په زیات شمیر افغان ولس د دې موقع لري چې ښه او د هیلو نه ډکه راتلونکې د ځان لپاره جوړه کاندي. "

جمهور رئیس اوباما همدرانګه عسکرو ته وویل چې په افغانستان کې د هغوي دنده او ماموریت زیات اهمیت لري ځکه چې پدې سره به دا ډاډ ورکړل شي چې ترهګر به یو ځل بیا په امریکا باندې د حملې لپاره د افغانستان د خاورې نه ګټه وانه خیستلې شي.

" همدا وجه ده چې تاسو دلته په افغانستان کې دنده ترسره کوي او همدا وجه ده چې ستاسو دنده ډیره مهمه ده، او په همدې خاطر تاسو باید چې بریالی شي. په افغانستان کې روانې هڅې په امریکا کې زمونږ د ټولنو د امنیت او خوندیتوب په خاطر او د افغانستان د ولس د وقار او عزت په خاطر کیږي. ځکه چې افغان ولس نور نه غواړي چې په استبداد کې ژوند وکړي. "

عسکرو ته د ونیا کولو نه وړاندې جمهور رئیس اوباما په افغانستان کې د ناټو اوامریکایي عسکرو د عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس او په افغانستان کې د امریکا د سفیر کارل آیکنبیري سره وکتل.

همدرانګه ښاغلي اوباما د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره هم د پنځلسو دقیقو لپاره په ټیلفون کې خبرې وکړلې. تمه وه چې اوباما به د کرزي سره د ماښام د ډوډۍ خوړلې وه او دهغه سره به یې مخامخ خبرې کړې وې خو دا چې آسمان وریځ ؤ، سخت باد لګیده او دوړې وې نو کابل ته د هغه سفر فسخ شو.

د سپینې ماڼې چارواکي وایي چې جمهور رییس حامد کرزي او جمهور رییس اوباما په ټیلفون کې د لیزبن د غونډې په اړه خبرې وکړلې. د لیزبن په غونډې کې پدې پلان باندې خبرې شوې وې چې د افغانستان د امنیت ساتنې مسؤلیت به په تدریجي ډول پخپله افغان امنیتي قواوو ته سپارل کیږي.