غوره شوي عکسونه

د چمن – سپین بولدک پولې ته څېرمه له پاکستان څخه هیواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو یوه ډله

په متحدو ایالتونو کې د شکرانې د ورځې نمانځل او د نیویارک ایالت د مسي په ستر پلورنځي کې د سانتا حضور

د اوکراین په پلازمېنه کیف ښار کې د ۲۰۲۳ کال د ژمي لومړۍ واورې

د غزې د تړانګې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې د اسرائیل په هوايي برید کې د وژل شویو فلسطینیانو ډله ایز قبر

په سویلي کوریا کې میشت امریکايي سرتیري د سویلي کوریا په جیونګي ولایت کې د ځایی اوسیدونکو سره په ګډه د اړو خلکو لپاره کیمچي چمتو کوي. کیمیچي د سویلي کوریا مشهور دودیز خواړه دي.

د هسپانیې په بارسلونا ښار کې یو وچ شوي سیند 

د میانمار په شان ولایت کې د رڼا د دودیز جشن یو ګډونوال

د پاکستان پولیس د دغه هیواد په مهاجر میشتو سیمو کې کور په کور ګرځي او د هغو افغان کډوالو اسناد ګوري چې د اوسیدو له قانوني اسنادو پرته پدغه هېواد کې اوسیږي.

د جاپان د توکیو په یو میوزیم کې د "کایناتو د حباب" په نوم یو هنري اثر

په مکسیکو کې د "ویلافرانکا" په نوم د یو ټیم غړو د انساني برج په جوړولو سره د دغه ډلې ۷۵مه کلیزه ونمانځله

د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن – سپین بولدک پر پوله یو پاکستاني پوځي