امریکا کې د پوځې هیلوکوپترو په ټکر کې ۹ سرتیري وژل شوي

آرشیف

د متحده ایالاتو د کنټاکي په ایالت کې پنجشنبه مارچ ۳۰ (کب۱۰) د دوو پوځي هیلوکوپترو په ټکر کې چې د شپې لخوا د روزنې ماموریت یې کاوه، ۹ امریکایي سرتیري وژل شویدي.

ټکر شوې الوتکې د بلک هاک هیلوکوپترو یو ډول وې چې د طبي لیږد رالیږد لپاره ډیزاین شوې. دا په تیرو اتو کالونو کې په امریکا کې د خپل ډول تر ټولو خونړۍ پیښه ده.

د امریکا د پوځ یو برید جنرال جان لوباس د پیښې په هکله په خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه الوتکې جوختې روانې وې او پیلوټانو یې د روزنې پدې ماموریت کې د شپې لخوا د لیدو ځانګړې عینکې کارولې.

دې جنرال ویلي چې الوتکې د خلکو د اوسیدو په کورونو د لویدو پر ځای چې ښایي په ځمکې کې نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه، په آزاد میدان لویدلې دي.
جنرال لوباس زیاته کړه چې وژل شوي ۹ واړه امریکایي سرتیري د ۱۰۱ مې هوایي فرقې غړي و چې د کنټاکي په ایالت کې د کیمپبل په چوڼۍ کې ځای پر ځای دي.

پنځه سرتیري په یو او څلور نور یې په هیلوکوپتر کې سپاره و. پوځ وایي چې تر اوسه یې د وژل شویو سرتیرو د کورنیو غړیو ته معلومات ندي ورکړي.

تر اوسه د دې هیلکوپترو د ټکر علت څرګند شوی ندی او ټاکل شوې چې د امریکا د پوځ د هوایي چلند څانګې پلټونکي د کنټاکي ایالت ته ولاړ شي چې پدې هکله تحقیقات وکړي.

جنرال لوباس هم په خبري کنفرانس کې وویل چې د کیمپبل چوڼۍ ته د الباما ایالت څخه د خوندیتوب یوه ډله روانه شوې چې د الوتکو په خوندیتوب کې تخصص لري او په ځانګړې توګه د همدې ډول پیښو په هکله په پلټنو پوهیږي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن په یوې اعلامیې کې په پیښې خفګان څرګند کړی او د سپینې ماڼۍ ویاندې ژان پاییر هم خبریالانو ته وویل چې پدې ناوړې پیښې کې د هغو کورنیو سره په غم کې ځان شریک بولي چې خپل خپلوان یې وژل شویدي.

په سیمه کې د پیښې عیني شاهدانو امریکایي مطبوعاتو ته ویلی چې په آسمان کې یې لمبه ولیده او ورسره په سمدستي توګه هیلوکوپترې ورکې شوې.