ناټو: د مرکزي آسیا د هیوادونو د لارو نه کار اخلوو

ناټو د مرکزي آسیا د هیوادونو سره یو لړ موافقتنامې بشپړې کړي دي چې په لړ کې به یې د پاکستان د خیبر له لارې نه به بشپړه توګه صرف نظر وشي او د نظامي وسایلو د انتقال دپاره به ددغو نویو لارو نه کار واخیستل شي.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن نن د دوشنبې په ورځ وویل چې ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان ورسره منلې ده چې د ناټو تړون به اجازه ورکړي چې د افغانستان نه د نظامي وسایلو د انتقال په خاطر د دوي د خاورې او لارو نه کار واخلي.

ناټو د روسیې سره دمخه لا تړون لري او له مخې به یې په لسګونو زره نقلیه وسیلې، کانتینران او نور توکي د افغانستان نه د سږ کال په پای کې کله چې د وسایلو د انتقال بهیر پیلېږي، انتقال کړي.

پاکستان سپږ میاشتو مخکي وروسته له هغه نه د ناټو د کاروانو پر وړاندې اکمالاتي لاره بنده کړه چې د ناټو په برید کې سهواْ ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل شول. د دې اقدام نه وروسته ناټو مجبوره شوه چې پرځای یې د افغانستان د شمال له لارې نه کار واخلي.