د متحده ایالاتو ملي فضایي اداره او SPaceX خصوصي شرکت شنبه اګست ۲۶ (وږي۴) یو ځل بیا کوښښ کوي چې څلور ستورمزلي نړیوال فضایي سټیشن ته واستوي.
د ماموریت مشري د یاسمین مقبلي په نامه امریکایۍ ستورمزلې کوي. د ډنمارک، جاپان او روسیې درې نور ستورمزلي هم پدې سفر کې برخه لري.
د ناسا په اعلامیې کې ویل شوي چې ټاکل شوې دا سفر د شنبې په ورځ د فلوریډا د کینيډي فضایي مرکز څخه په سیمه ایز وخت د شپې په ۳ بجو او ۲۷ دقیقو پیل شي.
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د کومې ستونزې پیښیدو په صورت کې به دا پرواز د یکشنبې په ورځ وشي.
مسؤلینو عملې ته یوه ورځ اضافي وخت ورکړی تر څو انجینران وکړی شي د (Crew Dragon) په نامه کیپسول چې دا ستور مزلي به پکې نړیوال فضایي مرکز ته سفر کوي په سمه توګه معاینه کړي ؛ د چاپیریال کنټرول او ژوندي پاتې کیدو لپاره آسانتیاوې هغه څه دي چې انجینران غواړي وې ګوري.
یاسمین مقبلي چې په خټه ایرانۍ ده او ۴۰ کاله عمر لري، لومړی ځل دی چې نړیوال فضایي مرکز ته ځي.
هغه چې د متحده ایالاتو سمندري او بحري ځواکونو کې د پیلوټۍ سابقه لري، تیره میاشت یې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي و چې د ژوند یو تر ټولو غټه هیله یې همدا وه چې یوه ورځ فضا ته ولاړه شي.
میرمن مقبلي زیات کړه، " یو څه چې زه ورته ډیره خوښه یم دا دی چې زه به له هغه ځای (نړیوال فضایي مرکز) څخه خپله ښکلې سیاره (ځمکه) وګورم".
دا به همدارنګه اوم ځل وي چې د SpaceX خصوصي شرکت فضا ته بیړۍ استوي. د دې شرکت مشر ایلن مسک دی.
وروسته تر هغه چې په ۲۰۱۱ کال کې د سپیس شټل په نامه پروګرام پای ته ورسید، د ایلن مسک شرکت په ۲۰۲۰ کال کې فضا ته د پیسو په بدل کې د خلکو استول پیل کړل.
ناسا د دې څلورو ستورمزلو د لیږلو لپاره کرایه ورکوي او پدې سره د روسیې په بیړیو اتکا هم کمه شوه.
ټاکل شوې چې دا څلور تنه به په نړیوال فضایي مرکز کې ۶ میاشتې تیرې کړي او په فضا کې د ګرځیدو پر وخت به ځیني سمپلونه راټول کړي چې معلومه کړي آیا دا مرکز د ځانګړو باد پکو څخه چې د ستور مزلو ژوندي ساتلو کې مهم نقش لري، بهر ته واړه مکروبي مواد خپروي که نه.
هغوي غواړي معلومه کړي چې آیا دا مواد په فضا کې ژوندي پاتې کیدی او بیا تولید کیدلی شي که نه.
دوي همدارنګه یوه بله تجربه کوي چې معلومه کړي په ځمکې او فضا کې خوب کول په رواني لحاظ د انسانانو لپاره څومره توپیر لري.
په نړیوال فضایي مرکز کې وار د مخه ۷ عمله دیره ده او ښایي څو ورځې وروسته به بیرته ځمکې ته راښکته شي.