د ترهګرۍ پر ضد د نړۍ د مسلمانانو مظاهرې
دا په میانمار کې یوه مسلمانه ده؛ په لاس کې يې په شعار لیکل شوي، موږ ترهګري غندو.
د هسپانیا د بارسلونا په ښار کې هم مسلمانانو د ترهګرۍ پر ضد او د پاریس په بریدونو کې د وژل شویو سره خواخوږي وکړه.
په یران کې هم یو شمېر خلکو د پاریس بریدونه او ترهګري وغندل.
د هند د کلکتې مسلمانانو هم د نړۍ د نورو مسلمانانو سره د ترهګرۍ په غندلو کې خپل غږ ور غبرګ کړ.
د هند د مسلمانانو د ترهګرۍ ضد مظاهره وکړه او په شعارونو يې لیکلي وو: په هر ځای کې د داعش مخه ونیسئ.