په افغانستان کې دسیمه ییزې موسیقۍ مینه وال لاهغسې ډېر دي،خو اوس په حجرو او دېرو کې دټنګ ټکور ساه په ختلو ده .
زمان استاد په کونړ کې دتېرو پنځه ویشتو کالو راهیسې محلي موسیقي غږوي.
هغه وايي که څه هم امنیتي حالات سم نه دي ،خو بیا هم کله کله دحجرې مجلسونه تاوده ساتي.
نوموړی وايي "مخکې به وروره سندرې وې، چیلمان به وو،حساب کتاب به و. حجرې به ګرمې وې؛ خو، اوس ما دهمغه وخت دراژوندي کولو لپاره کار شروع کړی دی ".
زما استاد په خپله ارمونه غږوي خو منګي او رباب یې دسندرو خوند لاپسې ښکلی کړی .
نوموړی وايي" زه ټول دکونړ شروعه وایم . مثلآ ما یوه جوړه کړې ده ، دکونړ سینده خونکار یې څومره ، زما جانان به پکې مخ وینځلی وینه خونکار یې څومره ".
کونړ کې ایله دګوتو په شمار دمحلي موسیقۍ غږونکي پیدا کېږي.
ځايي اوسېدونکي او دسیمه ییزې موسیقۍ مینوال وايي دټنګ ټکور دمجلسونو پسې اوږدې مزلې کوي،خو نا امنۍ دغه خلک تره ولي دي.
د رحمت الله په نوم دکونړ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل " مخکې به مینه وه ، امنیت به و اوس هر څه ختم شوي دي. بس دغه موسیقي نه غږووي".
لیکوال او شاعر نصرت الله نصرت وايي که حالات راسم شي نو دپښتو ژبې ساده خو ښکلې موسیقي او ټنګ ټکور به ونه مري.
هغه وویل "افغانان له خپلې زړې موسیقۍ سره مینه لري او که حالات شم شي نو بیا به هم همغسې سازونه، منګي او ربابونه وي".
که څه هم اوس مهال دپښتو ژبې پخوانۍ او ساده موسیقۍ ته هغه خونده نه ده پاتې خو یې لاهم په خپلو ګرځنده تلیفونونو او ټایپونو کې دغږولو ډېر مینوال دي.
دډېرو خلکو باور دادی ،چې که حالات سم شي نو لرې نه ده ،چې دحجرو او دېرو درباب او منګي دمینه والو تنده خړوبه شي.