پنسلوانیا کې د یهودانو کنیسې ته نژدې په ډزو کې ۱۱ تنه وژل شوي

پر کنیسه باندې له برید وروسته د سیمې د خلکو اندیښنه

د امریکا د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت پولیس وایي یو بریدگر پدې ایالت کې د یهودانو یوې کنیسې ته نژدې ډزې کړي دي چې په پیښه کې لږ تر لږه ١۱ تنه ته وژل شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس په وینا دا پیښه د امریکا په تاریخ کې د یهودانو پر عبادت ځای باندې په برید کې تر ټولو ستره ډله ییزه وژنه ده.

د پنسلوانیا پولیسو ویلي چې دغه ډزې ددې ایالت په پتسبرگ ښار کې د Tree of Life یا د ژوند د ونې په نامه کنیسې ته نژدې شوې دي.

یو سپین پوسته ۴٦ کلن سړی چې رابرت بویر، نومیږي بریدگر پیژندل شوی او ځان یې پولیسو ته سپارلی او اوس په توقیف کې دی. د رپوټونو له مخې بویر په ټولنیزو رسنیو کې د یهودیانو ضد لیکنې کړې دي.

د رپوټونو له مخې پدغه برید کې درې پولیس هم په ډزو لگیدلي دي. پولیسو وایي چې بریدگر ځان امنیتي مقاماتو ته تسلیم کړی دی.

د پیښې سیمه

مقاماتو ویلي چې د برید پر وخت خلکو په کنیسه کې عبادت کاوه. که څه هم چې په کنیسه کې د عبادت کوونکو دقیقه شمیره نده په ډاگه شوې خو د شنبې په ورځو په همدې وخت کې له ٥٠ نه تر ٦٠ کسانو پورې په منیسه کې موجود وي.

د امریکا د جمهور رئیس غبرگون

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ او مرستیال یې مایک پنس په ټویټري پیغامونو کې ویلي دي چې دغه پیښه له نژدې څاري.

ښاغلي ټرمپ له برید وروسته خبریالانو ته وویل دا ډول بریدونه د "کرکې زیږنده دي او داسې کار باید وشي چې په راتلونکې کې ددې ډول پیښو" مخ ونیول شي.

ښاغلي ټرمپ امریکایي رسنیو ته وویل چې د امریکا د اعدام قوانین باید بدل شي او هغه کسان چې دا ډول اعمال کوي باید "اعدام" شي نه دا چې کلونه کلونه یې دوسیې په محکمو کې پاته شي.

جمهور رئیس ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په امریکا کې مذهبي اماکن باید وسلې ولري وویل په مذهبي ځایونو کې د خلکو له وسله وال کولو نه کرکه لري، خو د ښاغلي ټرمپ په وینا په مذهبي ځایونو کې د وسلو شتون یوه "اړتیا" ده.

د امریکا په متحده ایالاتو کې هر کال څه دپاسه ٣٠ زره کسان د وسلو اړوند تاوتریخوالي کې وژل کیږي.