امریکا کې انتخابات ؛ د رایو ورکولو مرکزونو کې محافظین او د مرمۍ ضد ښیښې ځای پر ځای کیږي

ټاکل شوې چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۸ مې په متحده ایالاتو کې د سنا او استازو د مجلس د څوکیو لپاره انتخابات پداسې حال کې وشي چې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي په دواړو خونو کې اکثریت تر لاسه کړي.

د انتخاباتو تنظیم کوونکي وایي چې د کلوریډا ایالت د جیفرسن په ولسوالۍ کې به چې ډیر خلک پکې رایې ورکوي، د لومړي ځل لپاره د دې مرکز څخه د باندې امنیتي محافظین ځای پر ځای شي.

چارواکو همدرانګه ویلي چې د بل ایالت اریزونا د رایو په یو مرکز کې به د مرمۍ ضد ښیښې ولګول شي او رای ورکوونکي باید یو ځانګړی زنګ ووهي چې د ننوتلو لپاره اجازه ورکړل شي.

د دې تر څنګ به د فلوریډا ایالت د تلهاسي په سیمې کې د انتخاباتو کار کوونکي پداسې نوړې جوړې شوې ودانۍ کې رایې وشمیري چې دیوالونه یې د قوي فایبر څخه پدې خاطر جوړ شوي چې د مسؤلینو امنیت خوندي وي.

تر اوسه پدې او نورو ایالتونو کې د انتخاباتو مسؤلینو ندي ویلي چې ولې دومره قوي امنیتي تدابیر نیسي. داسې ګمان کیږي چې یو شمیر امریکایان او هغوي چې د دسیسې په مفکورې باور لري، او په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ په ماتې خوړلو په قهر دي، په ځینو ایالتونو کې یې د انتخاباتو مسؤلینو او ادارو ته ګواښونه کړي.

د ګڼ شمیر ایالتونو مسؤلینو ویلي چې دا ځل یې د انتخاباتو لپاره د پخوا پر پرتله څو چنده امنیتي تدبیر ډیر کړي.

د رویټرز خبري اژانس په امریکا کې د ۳۰ انتخاباتي دفترونو څخه د نظر د معلومولو په یوې سروې کې ښودلې چې لږ تر لږه پنځلسو یې ویلي دي د نومبر د میاشتې د اتمې منځنۍ دورې انتخاباتو لپاره یې امنیتي تدابیر ډیر کړي.

پدې سروې کې تر ډیره په هغو ایالتونو کې د انتخاباتو په مرکزونو تمرکز شوی چې د رایو نتیجه پکې جنجالي وي او په ښکاره یې د امنیتي تدابیرو د ډیروالي اعلان کړی.

ډیری وخت په همدې ایالتونو کې چې کله پکې جمهوري غوښتونکي او کله دموکراتان ګټونکي کیږي، د رایو د نتیجو پر سر جنجالونه کیږي.

په ټولې امریکا کې د انتخاباتو مسؤلینو ویلي چې د انتخاباتو پر ورځ د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي او ډیرو یې خو لا ویلي چې خپلو مامورینو ته یې د ډزو او شخړو پر مهال د حالاتو د کنټرولولو لپاره روزنې هم ورکړي.

دا د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا چې د انتخاباتو په مرکزونو کې به وسله والو افسرانو ډیری وخت تور پوستي امریکایان په انتخاباتو کې د ګډون څخه بیرول لومړی ځل به وي چې دا ډول اقدامات د مسؤلینو او رای ورکونو د ډاډګیرنې لپاره کیږي او هغه هم د متحده ایالاتو په شان هیواد کې چې د انتخاباتو اړوند تشدد پکې ډیر لږ کیږي.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وایي د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو راپدیخوا چې جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د دموکرات جو بایډن په مقابل کې ماتې وخوړله، دې وزارت څه باندې ۱۰۰۰ پیغامونه څیړلي چې د انتخاباتو کار کوونکو ته شویدي او تر ۱۰۰ ډیر داسې پیغامونه هم بکې شته چې د تحقیق لپاره یې ځیني کسان محاکمه شوي هم دي.

د رویټرز خبري اژانس هم د هغو ګواښونو په هکله اسناد راټول کړي چې د انتخاباتو مسؤلینو ته شویدي.

دې اژانس ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه ۷ کسان په دا ډول قضیو کې تورن شوي او لومړنی کسان چې د نیبراسکا په ایالت کې یې د انتخاباتو یو چارواکي ته ګواښ کړی و، اتلس میاشتې د بند سزا ورته ورکړل شوه.

په ځینو ایالتونو کې بیا د انتخاباتو کار کوونکو ویلي چې نشي کولی تر ۲۰۲۴ پورې چې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي، دا کسان پخپلو دندې پاتې شي. دې کسانو ویلي چې له یوې خوا پرې د سیاستوالو لخوا بریدونه کیږي او له بلې خوا ورته د عامو خلکو لخوا ګواښونه.