امریکا کې د کروناویروس ضد دوهم واکسین پیل شو

د امریکا د متحده ایالاتو د درملو او غذایي توکیو د ادارې له خوا د مودرنا شرکت د کروناویروس ضد واکسین له منظور کیدو وروسته نن یکشنبه سهار دسمبر ۲۰ (لنیدۍ ۳۰) ددې شرکت نه د واکسین بستو انتقالات پیل شول.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې به د کروناویروس ضد ۷.۹ میلیون دوز واکسین په ټوله امریکا کې د درملنې مرکزونو ته وویشل شي.

د مودرنا شرکت د واکسین د تطبیق بهیر د دوشنبې له ورځې څخه پیل کیږي.

د فایزر-بیوان‌تک، د کروناویروس ضد واکسین وروسته مدرنا دوهم واکسین دی چې په امریکا کې تائیدیږي. د مدرنا شرکت ویلي دي چې ددې شرکت د کوویډ۱۹ ضد واکسین ۹۴ فیصده اغیرمن دی.

د فایزر د شرکت د کروناویروس ضد واکسین تطبیق د دوشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې پیل شوی دی. روغتیایي کارکوونکي چې د زاړو خلکو د ساتنې په مرکزونو کې کار او یا ژوند کوي لومړني کسان دي چې په امریکا کې واکسین کیږي.

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو زیات د کروناویروس مړینې او اخته کسان لري. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې تر غرمې پورې په امریکا کې څه دپاسه ۱۷.۷ میلیون کسان په کرونا وبا اخته شوي او پدې وجه نژدې ۳۱۷ زره کسان مړه شوي دي.