د فلوریډا په یو شمېر سیمو کې د احتمالي طوفان او سیلابونو له امله بیړنۍ حالت اعلان شوی

د متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې د یکشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۵) خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د مکسیکو په ساحل کې د میلټون استوايي طوفان ممکن په چټکۍ سره په یو لوی طوفان بدل شي او د روانې اونۍ تر نیمايي پورې د خلیج طوفان ځپلي ساحل ته ورسېږي.

په میامي کې د طوفان ملي ادارې وویل چې د میلټون استوايي طوفان د یکشنبې په سهار د فلوریډا د تامپا د لویدیځ او جنوب لویدیځ په شاوخوا ۱۳۸۵ کیلومتره واټن کې په یو ساعت کې اوه کیلومتره سرعت کې حرکت کاوه خو خپل مسیر یې په یو ساعت کې ۹۵ کیلومتره سرعت کې د ختیځ په لور بدل کړ. دغې ادارې وویل: "میلټون په ورو حرکت کوي خو تمه کیږي چې په چټکۍ سره پیاوړي شي."

د دغې ادارې په وینا دا باور مخ په زیاتېدو دی چې یو پیاوړی طوفان به د دې اونۍ په نیمایي کې د فلوریډا لویدیځ ساحل برخې اغیزمنې کړي.

د فلوریډا والي ران ډي‌سانټیس د یکشنبې په ورځ وویل دا لا معلومه نه ده چې میلټون به کوم ځای په نښه کړي خو په وینا یې دا څرګنده ده چې فلوریډا ایالت به سخت وځپل وځپل شي: "زه فکر نه کوم چې په اوس وخت کې داسې کومه سناریو وي چې پر موږ لویه اغیزه ونلري."

هغه زیاته کړه: "تاسې د چمتووالي لپاره وخت لرئ، نن ټوله ورځ، د دوشنبې ټوله ورځ، ممکن د سه شنبې ټوله ورځ ترڅو ځان ډاډه کړئ چې د طوفان په وړاندې ستاسې د چمتووالي‌ برنامه سمه ده. د خپلو سیمو د تخلیې ځای وپیژنئ، ممکن په جبري توګه او په خپله خوښه تخلیه ترسره شي."

ډي‌سانټیس وویل چې د ملي ګارډ شاوخوا ۴۰۰۰ سرتیري د فلوریډا د بیړني مدیریت او د فلوریډا د ټرانسپورټ څانګې سره د موانعو په لرې کولو کې مرسته کوي. هغه د میلټون طوفان څخه وړاندې د فلوریډا په ۳۵ ښارونو کې اضطراري حالت اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې د دغه ایالت اوسېدونکي باید د بریښنا سیستم د بندیدو او ګډوډي لپاره چمتووالی ونیسي.

ډي‌سانټیس وویل چې د فلوریډا ایالت له ټولې شتمنۍ څخه به کار واخلي ترڅو د طوفان له امله رامنځ ته شوي موانع لرې کړي او د اونۍ په اوو ورځو کې به ۲۴ ساعته فعالیت ته دوام ورکړي.

د طوفان ملي ادارې ټینګار کړی چې د مکسیکو د یوکتان او د فلوریډا ټاپووزمي،‌ د فلوریډا کيز او شمال لویدیځ باهاماز باید د طوفان د پرمختګ سیستم وڅاري. د یکشنبې په ورځ له طوفان څخه مخکې په سیمه کې د درنو بارانونو وړاندوینه شوې چې وروسته به د میلټون له طوفان سره ګډ شي او د فلوریډا پر واټونو به د اوبو د راپورته کېدو لامل شي. د هواپېژندنې ادارو ویلي چې تر چهار شنبې به په ځینو سیمو کې تر ۳۰ سانتي متره بارانونه وشي.

دغې ادارې وویل:‌ "د سه شنبې یا چهارشنبې ورځې تر پایه د فلوریډا ټاپووزمي د لویدیځ ساحل په ځینو برخو کې د طوفان له امله د ژوندګواښ مخ په زیاتېدو دی. د دغو سیمو اوسېدونکي باید د طوفان له زیانونو څخه د ژغورنې پلان درلودلو په اړه ځان ډاډه کړي، د سیمه‌ییزو چارواکو مشورې تعقیب کړي او د هوا د حالاتو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي."

د میلټون د طوفان په اړه وړاندوینې په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې د هیلین په نوم طوفان تېره اونۍ فلوریډا او یو شمېر نور ایالتونه وځپل، چې لا هم ژغورونکې ډلې د متحده ایالاتو په جنوب ختیځ کې د طوفان او سیلابونو وروسته د ورکو شویو کسانو د موندلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د هیلین ویجاړوونکي طوفان او سیلابونو په سیمه کې د درنو مالي زیانونو سربېره لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم واړوله.