د ورځې غوره انځورونه
د اندونیزیا په سینابونګ غره کې د اور غورځونې شیبه.
د استرالیا د سدني ښار د هاربر پله پر سر د تای چي ورزش نمایشي تمرین.
په کاراکاس ښار کې د ونزوئلا د جمهور رئیس، نیکلاس ماډورو پر ضد یو لاریون کونکی چې د اوښکي بهونکي ګاز له ویرې یې ماسک جوړ کړی او اغوستی یې دی.
د برازیل په برازیلیا سیمه کې د ځانګړو مذهبي مراسمو انځور.
د جرمني د مونیخ ښار په یوې کوڅه کې د سحر او جادو په نامه د انځورونو په یوه نندارتون کې یو ښځه د عکس اخیستلو په حال کې.
د آلمان وحشي حیات په یوه پارک کې یوه مارغه خپلو بچیانو ته د خوراک ورکولو په حال کې.