د ورځې غوره انځورونه

د برازیل د ریو د جنیرو ښار په یوې فقیر میشته سیمه کې د جنايي پولیس د ګزمې په حال کې.

د مکسیکو د سن جورج ښار په ژوبڼ کې نوی زیږېدلی سایبریایي سپین رنګه پړانګ.

د عراق د نجف ښار د خښتو په یوې کارخانه کې یوه انجلۍ د لوبو په حال کې.

د جلال آباد ښار د یو سیند په خړو اوبو کې یو هلک د تودې هوا له کبله د ځان سړولو په حال کې.

د استرالیا په سدني ښار کې د جامو د ښودلو د یوې نندارې یوه لیدونکې چې مخصوصه خولۍ یې په سر کړې ده.

د امریکا د شمالي کارولینا ایالت په رایسویلې ساحل کې یو ښځه د کرځیدو په حال کې.