د امریکا د دفاع وزیر وایي د جنرال رازق وژل کیدل ستره ضایع ده

د امریکا د دفاع وزیر په سنګاپور کې د دفاع وزیرانو په غونډې کې برخه لري.

د امریکا د دفاع وزیر وایي جنرال رازق یو وطن پال شخصیت و خو زیاتوي چې د هغه په وژل کیدو سره د کندهار امنیتي وضعیت نه خرابیږي.

د دفاع وزیر جیمز مټیس وویل چې د جنرال عبدالرازق وژل کیدل د افغانستان لپاره یوه ستره ضایع ده." ما د جنرال رازق سره څو ځله کتلي دي. هغه د خپلو افسرانو لپاره ښه لارښود او په هیواد مین شصخصیت و. "

ښاغلي مټیس همدرارنګه وویل چې امریکا په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ روغې جوړې ته ژمنه ده او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونه اوس د دې جوګه شویدي چې د رزاق نه پرته د طالبانو مقابله وکړی شي.

د امریکا د دفاع وزیر په سنګاپور کې د آسین هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې نه وروسته خبریالانو ته پدې هکله خبرې وکړلې. متیس وویل چې په اوس وخت کې ټول پام په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخاباتو ته دی او زیاته یې کړه چې امریکا "د افغان ولس دفاع ته ژمنه ده."

د کندهار ولایت د امنیې پخوانی قوماندان جنرال عبدالرازق د پنجشنبې (اکتوبر ۱۸) مې د یوې امنیتې غونډې نه وروسته د کندهار په ولایت کې ووژل شو.