د لیبیا د ( سرت ) په بندری ښارګوټي کي په داسي حال کي سختي جګړې رواني دي چي د موقتي حکومت قواو د هغو جنګیالیو په مقابل کی چي د پخواني مشر معمر قدافي طرفدار دي، نور بریدونه پیل کړل، مګر دهغوي له خوا په شا وتمبول سول.
د ملي انتقالي شورا جنګیالیو پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي دوي د قدافي طرفداراي قواوي په یوه سیمه کي محاصره کړي دي، مګر بیا هم دوي د سخت مقاومت سره مخامخ دي.
ملي انتقالي شورا وایي چي د ( سرت ) د ښارګوټي نیول به دوي ته دا موقع ورکړي چي د لیبیا د آزادۍ اعلان وکړي.
له بلي خوا د ( الشرق الاوسط ) ورځپاڼي د لیبیا د صدراعظم د کفیل
( محمود جبریل ) له قوله ویلي دي چي ښاغلی قدافي د نایجیر، الجزایر او د لیبیا د پراخي جنوبي صحرا تر منځ سیمو کي تګ راتګ کوي.
ښاغلي جبریل وویل چي د لیبیا دغه راپرځول سوی مشر کوشش کوي د سوډان نه جنګیالي استخدام کړي او په جنوب کي یو بیل هیواد جوړ کړي یا دا چي د شمال په خوا حرکت وکړي او نوی حکومت بې ثباته کړي. مګر دا رپوټ نه دی تایید سوی.