د کندوز والي په یوه چاودنه کې ووژل شو

د کندوز والي په یوه چاودنه کې ووژل شو

د کندوز والي انجنر محمد عمر په تالقانو کې په یوه چاودنه کې په داسې حال کې ووژل شو چې د جمعی په لمانځه ولاړ و.

په دغه چاودنه کې دولس تنه وژل شوي او دري دیرش نور ټپیان دي چې زیات شمیر یې د تخار د پوهنتون محصلین دی. د چاودنې په ځای کې د خلکو چپلکې اوبوټان خواره واره پراته وو.

د جومات کړکۍ او شیشې ماتې دي، پولیس د جومات شاوخوا برچپک ولاړ دي، هیچاته اجازه نه ورکوي چې د جومات خواته نزدې ورشي، پولیسود ایساف قواو ته هم د پیښې ځای ته د ورتلو اجازه نه ورکوله ،

جومات ته مخامخ په یوکور کې د ښځو او نارینه و چیغې او سورې وې ددغه کورمخکې په لسګونو خلک راټول وو، لږ اخوا د کندوز د والي کور دی، چې زیات شمیر خلک او دولتي چارواکي یې د کور په مخکې راټول دي، په چاودنه کې د وژل شو خلکو یو شمیر یې د همدغه نزدې شاوخوا سیمې خلک دي.

د تخار د عامې روغتیا د روغتون په خونو کې ټپیان زګیروي کوي، ځینې ټپیان چې زیاته ضربه یې لیدلې وینې ګرځوي.

د تخار د عامې روغتیا معاون ډاکټر محمد حسن بسیچ وویل چې په دغه چاودنه کې د کندوز د والي انجینرمحمد عمر په ګډون دولس تنه وژل شوي، او دري دیرش تنه نور ټپیان دی، هغه وایی:

"زه د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ وم چې چاودنه وشوه جومات دوړو او لوګو ونیوه هیڅوک نه لیدل کیده، لږه شیبه وروسته مې ولیدل چې زیات خلک مړه او ټپیان دی."

انجینر محمد عمر په تخار کې د اتحاد اسلامي سیاف د ډلي له مشهورو قوماندانانو څخه و چې له تیرو اووه کلنو راپدیخوا په کندوز کې والي و.

انجینر محمد عمر یو ځل پخوا هم په تخار کې د سرک د غاړې د بم له چاودنې څخه ژوندې وتلې و، یوکال وړاندې د انجینر محمد عمر ورور نورخان چې د کندوز د ارچي ولسوالې د امنیی قوماندان و د طالبانو له خوا په مخامخ جګړه کې وژل شوی و.