د کندوز ډیر محلي پولیس بې وسلې شول

د کندوز ډیر محلي پولیس بې وسلې شول

په خان اباد ولسوالۍ کې وروسته له هغې له یو شمیر اربکیانو یا محلي پولیسو څخه د هغوي وسلې ټولې شوی چې په دغه ولسوالۍ کې یې په خپلو منځونو کې دجګړو په دوام کې څو تنه وژل شوي وو.

ددغو محلي پولیسو د بې وسلې کولو لپاره د ملي اردو او ملي پولیسو چارواکي سیمې ته تللي وو. دکندوز د امنیې قوماندان سمیع الله قطره وویل چې دوي په خان اباد کې له محلي پولیسو یا هغو وسله والو څخه چې د دولت په ملاتړ یې د طالبانو پرخلاف وسله اخیستې شل میله سپکه وسله او دیارلس میله درنه وسله ټوله کړه:

"ټوله دیارلس میله درنه وسله او شل میله سپکه وسله له دغو وسله والو ټوله شوی او پنځه تنه د قتل په تور نیول شوي دي"

د ملي اردو د دویمې پلې لواء قوماندان محمد زمان وزیري وویل چې دغه وسله وال چې د دولت په ملاتړ یې وسله اخیستې وه د خلکو په زورولو پیل وکړ او په خپلو منځونو کې یې جګړې پیل کړې نو چارواکي مجبور شول چې له دغو خلکو وسلې ټولې کړي:

"دغه درنې وسلې له قوماندانانو سره وې او تل به یې په خپلو منځونو کې جنګونه کول چې ملکي خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې ، له خلکو نه دعشر او زکات په نامه جزیه اخیستل کیده وسله وال ترې منع شول، او مونږ چاته وسلې نه دي ورکړي بلکه دغه وسلې دغو خلکو په خپله اخستې وې نو په همدې خاطر ددغو وسله والو د بې وسلې کولو پلان ونیول شو او ځینې قوماندانان چې قتلونه یې کړي وو هغه ونیول شول"

د خان اباد ولسوالۍ یو تن محلي قوماندان صلاح الدین چې د دولت په ملاتړ یې وسله اخیستې وه او اوس یې ترې ځینې وسلې واخیستل شوی داسې وایې:

"مونږ خپل درنه وسله حکومت ته تسلیم کړه مونږ له حکومت نه غواړو چې په محلي پولیسو کې مو ونیسي، ځکه مونږ ستونزې ګاللی، زمونو شپاړس میله وسله په امنیت ملي کې راجستر وه اوس مو یو توپ تسلیم کړ او که وغواړي هر وخت ورته وسله تسلیموو، که له مونږ نه وسله ټوله شي او په محلي پولیسو کې تنظیم نه شو، نو یو ځل بیا به په سیمه کې طالبان پیدا شي که وسله زمونږ له لاسه لاړه نو سیمه د دولت له ولکې لاړه لکه د تیر کال په څیر چې له بخاری بندر نه اخوا د پولیسو داټسن نه شو تللې نو له مونږ نه وسلې واخیستل شي بیا به هم د پولیسو ډاټسنې د طالبانو له لاسه ښکته نه شي تللې"

په کندوز کې تقریبا دولس سوه تنه وسله وال کسان د محلي پولیسو په نامه د دولت په ملاتړ په سیمه کې تقویه شوي دي، چې په هره ولسوالۍ کې په خپلو سیمو کې د امنیت دساتلو دنده لري، هغه کسان چې د محلي پولیسو په چوکاټ کې تنظمیږي د حکومت له خوا ورته نهه زره افغانۍ معاش ورکول کیږي خو د امنیت د ساتلو دنده به یې یوازې تر خپلې محدودې ساحې پورې اړونده وي.