په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، وایي د هغه له ماموریت وروسته د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو غیر واقعي چلند په افغانستان کې د وضیعت د خرابیدو له عمدو لاملونو څخه دی.
ښاغلي خلیلزاد په یوه مقاله کې چې په فارین پالیسي (Foreign Policy) کې خپره شوې یو لړ عواملو ته اشاره کړې چې ولې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توگه د هغه د وظیفې له پای ته رسیدو وروسته په هغه هیواد کې وضیعت مخ په خرابیدو شو.
ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ناکامۍ یو عمده دلیل "د پاکستان د دوه گونې لوبې څخه زمونږ سترگې پټول" وو. د ښاغلي خلیلزاد په لیکنه د پاکستان په لویدیځ کې د القاعده شبکې پر ضد د بې پیلوټه الوتکو حملې گټورې وې، خو دغه بریدونه د طالبانو، د حقاني شبکې او حزب اسلامي په هدف نیولو کې ناکام وو.
ښاغلي خلیلزاد همداشان لیکلي دي چې متحده ایالاتو اشاره وکړه چې په افغانستان کې پوځي حل لاره نشته. د امریکا د دفاع وزارت په بې احتیاطی سره په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتیرو د کمولو په اړه څرگندونې وکړې. حتی یو وخت چې د یاغیانو گواښونه زیات شول، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو جنگي قوت د یوې لیوا کچې ته راټیټ کړای شو. د متحده ایالاتو د ژمنتیا څرگند نشتون پاکستان ته شین څراغ و چې په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کلونو کې د طالبانو او نورو یاغیانو له حملو ملاتړ وکړي.
ښاغلي خلیلزاد په ٢٠٠٩ کې د جهور رئیس باراک اوباما د ادارې له لورې افغانستان ته د متحده ایالاتو د اضافي ځواکونو استولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا کار د یوې ستونزې سره مخامخ و. ځکه د هغه په وینا جمهور رئیس اوباما له افغانستان څخه د قواو د ایستلو لپاره یو راتلونکی کال ضرب الاجل وټاکه. په نتیجه کې پوځیانو عملیاتي پلان هاغسې چې جنرال استنلي مک کرستل او جنرال دیوید پترییس، طرحه کړې و، پلی نه شو کړای. د امریکایي ځواکونو د زیاتیدو تمرکز د افغانستان د جنوب د باثباته کولو پلاره و، خو امریکایي قوماندانانو لازمې منابع او پوره وخت نه درلود چې همدا ډول کار د افغانستان په ختیځ کې هم وکړي.
ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې په افغانستان کې د ستر ځواک ځای پر ځای کولو ته د امریکا نه لیوالتیا په افغانستان د یو ملي کوچني پوځ د جوړولو لپاره د امریکا تصمیم غلط لور ته سوق کړای شو. په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د افغانستان ملي پوځ ۷۰ زرو ته ورسید. د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج بوش د حکومت په وروستیو کې د افغانستان د پوځ زیاتول تصویب شول. خو د افغانستان امنیتي ځواکونه هیڅکله هم ستر نه وو او د طالبانو د حملو پر وړاندې د مبارزې وړتیا نه درلوده. که څه هم چې د پالیسو له څیړنې وروسته د اوباما ادارې د افغان ځواکونو شمیر زیات کړ خو د افغانستان د پوځ او امنیتي قواو د شمیر په اړه د پوځیانو وړاندیز چې ۴٠٠ زرو سرتیرو ته لوړ کړای شي، رد شو.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا د امریکا د متحده ایالاتو مشکلات موجب شول چې امریکا د پیش بیني شویو سیاستونو پر ځای عکس العملي سیاستونو ته مخه کړي. نو په دې توگه مونږ "په لوبه کې تل وروسته پاتي" وو.
د کرزي سره د واشنگټن کړکیچ
هغه وړاندې لیکلي دي چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د هغه هیواد نورو مشرانو ونشو کړای چې حکومت په چټکه او پوره انرژۍ نورو جنگ ځپلو سیمو ته پراخ کړي. په ولایتونو کې کمزوری او ناڅیزه حکومت ددې سبب شو چې دغه سیمې د دښمن پر وړاندې کمزورې شي. د حکومت نورې ستونزې ادري فساد او د کمزورو خدمتونو وړاندې کول وو. دغه ټولې ستونزې هغه وخت شدیدې شوې چې متحده ایالاتو د کرزي سره د خپلو اړیکو ناسم مدیریت وکړ.
ښاغلی خلیلزاد لیکي چې دغو ټولو ستونزو کرزی گیچ کړی و، ځکه د متحده ایالاتو مقاماتو حتی له هغه سره په صادقانه توگه په مسایلو بحث نه کاوه. په نتیجه کې کرزي ورو ورو د دسیسې تیوري خوښه کړه: ښایي متحده ایالات به غواړي چې د یاغیگرۍ گواښ دوام ومومي چې ورته په افغانستان کې د پوځي شتون لپاره یوه پلمه شي؟
د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې بدې شوې. ښاغلي خلیلزاد لیکلي دي چې د کرزي سره اړیکې د بوش د ادارې پر وخت بدې شوې، خو د اوباما د ادارې پر وخت اړیکې د دشمنۍ پر لور ولاړې. هغه وخت متحده ایالاتو په فعاله توگه د اداري فساد او د جگړه مارانو پر ضد مبارزې کې همکاري نه کوله، خو له کرزي نه یې توقع درلوده چې ددغو ستونزو پر وړاندې قاطع برخورد وکړي.
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د اوسني جمهور رئیس لوړي مرستیال عبدالرشید دوستم، ته هم اشاره کړې چې هغه څنگه په وروستیو کلونو کې له فرصت نه گټه اخیستې ده. په ۲۰۰۵ میلادي کې کرزی د دوستم پر ضد لاس په کار شو او دا اقدام د جگړه مارانو پر ضد د پراخو فشارونو یوه برخه وه. په حقیقت کې کرزي هیله درلوده چې د متحده ایالاتو په پرتله د جگړه مارانو پر وړاندې زیات تهاجمي عمل وکړي. خو کله چې کرزی ردې نتیجې ته ورسید چې واشنگټن یې پر ضد دی، فکر یې وکړ چې د ٢٠٠٩ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه بریالیتوب په جگړه مارانو پورې اړوند دی.په هماغه کال کې کرزي له دوستم نه وغوښتل چې له ترکیې نه بیرته افغانستان ته راشي.د ښاغلي خلیلزاد په لیکنه دوستم ترکیې ته فراري شوی و.
ښاغلی خلیلزاد لیکي چې د هغه په اند هغه وخت له کرزي او یا بل هر مشر څخه د اوباما د ادارې تمه غیر واقعبینانه وه چې هغوی په داسې وخت کې چې انتخابات پر مخ کې دي خپله سیاسي بقا له گواښ سره مخامخ کړي او د اداري فساد او یا د جگړه مارانو پر ضد ودریږي. د ښاغلي خلیلزاد په وینا د اوباما د ادارې لنډ فکري او د کرزي پر ضد شخصي حملو د محمد اشرف غني د جمهوري ریاست په دوره کې یو ځل بیا د دوستم سرنوښت وځلاوه. خلیلزاد چې د اشرف غني د یو بې باکه اصلاح غوښتونکي په توگه یادوي، وایي چې د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۵، پورې ښایي غني د دوستم له شدیدو منتقدینو څخه و. خو په ۲۰۱۳ میلادي کې یې له دوستم نه وغوښتل چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه مرستیال شي. ښاغلی خلیلزاد همداشان لیکي چې دوستم یو څنډې ته شوی جگړه مار او د افغانستان د بدو ورځو سمبول و، اوس د جمهور رئیس د مرستیال په توگه رامنځ ته شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد د خپلې مقالې په پای کې لیکلي دي چې هغه په دې باور دی چې که په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان فشار اچولی وای چې د یاغیانو پټ ځایونه له منځه یوسي، او نور چټک بریالیتوبونه یې ساتلی وای، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره یې د امریکا د پوځي قوماندانانو وړادنیزونه منلای وای، دغو ټولو اقداماتو کولای شول په افغانستان کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي. د ښاغلي خلیلزاد په باور اوس ډیر خلک داسې فکر کوي هغه ستونزې چې اوس افغانستان ورسره مخامخ دی ددې طرز تفکر زیږنده دی چې په هغه هیواد کې بریالیتوب له هماغه پیل څخه ناممکن و. ښاغلی خلیلزاد وایي هغه له دې ډول نظر سره "مخالف" دی.
د خلیلزاد په لیکنې غبرگون
خو په افغانستان کې د بشري حقونو د څار ډلې مشره څېړونکې پترشیا ګوسمن له ښاغلي خلیلزاد سره موافقه نه ده. هغې په خپل ټویټر کې ښاغلي خلیزاد ته په ځواب کې لیکلي " داسې نه ده سفیره، ستونزې هغه مهال پیدا شوې چې تاسو او د متحده ایالاتو واکمنې ادارې له جنګسالارانو سره معامله وکړه".