د نړۍ د ماراتون ترټولو تېز ځغاستونکی په ترافیکي پېښه کې مړ شو

کېلوین کېپټم په نړۍ کې د ماراتون ترټولو تېز ځغاستونکی و.

په نړۍ کې د ماراتون ترټولو تېز ځغاستونکی کېلوین کېپټم د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغې ۲۳) په خپل پلرني هېواد کینیا کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

د کینیا د پولیسو په خبره، دغه ۲۴ کلن ځغاستونکي پخپله موټر چلاوه او پېښه د موټر د اوښتو له کبله رامنځته شوې ده.

په پېښه کې له نوموړي سره د هغه روانډايي لارښود جروېس هاکیزیمانا هم مړ شوی دی. د پولیسو په وینا، په دغه موټر کې یوې ښځې هم سفر کاوه چې په پېښه کې زخمي شوې ده.

کېپټم په نړۍ کې د ماراتون ترټولو تېز ځغاستونکي ریکارډ تېر اکتوبر هغه وخت جوړ کړ چې د امریکا په شیکاګو ښار کې یې د ماراتون ۴۲.۲ کیلومتره فاصله په دوه ساعته او ۳۵ ثانیو کې ووهله.

کېپټم توانېدلی وو چې د ۳۴ ثانیو په توپیر د بل کینیايي ځغاستونکي لیویډ کېپچوګي ریکارډ مات کړي.

تمه کېدله چې هغه به په را روان اوړي کې د پاریس د المپیک په لوبو کې د پام وړ لوبغاړی وي.

کېپټم هوډ څرګند کړی وو چې راتلونکي اپریل میاشت کې د هالنډ د روټردام ماراتون په سیالیو کې به لومړنی کس شي چې د ماراتون فاصله به د دوو ساعتونو څخه په کم وخت کې طی کړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې او نورو ورزشي سازمانونو د نوموړي په مړینه خواشینې ښودلې او د هغه کورنۍ او مینه والو ته یې تسلیت ویلی دی.