کاکړ: په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه په هیڅ ډول نه منو

د پشتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایی مشر عثمان خان کاکړ وايي پخوانۍ صوبه ( عالی کمشنر صوبه) دي بحاله سي. تر هغو چي دغه صوبه بحالېږي په بلوچستان صوبه کې د بلوڅ پښتون برابري غواړو. نوموړي زیاته کړه چې په پښتون میشتو سیمو کې دي د اوبو بندونه جوړکړل سي او د پښتنو په سیمو کې دي ترهګري ختمه سي.

عثمان کاکړ د امريکا ږغ خبریال خلیل خان سره په يوې ځانګړې مرکې کې وویل چې طالبان دي افغان اساسي قانون ومني . کا کړ وايي چې د پشتونخوا ملي عوامي ګوند او په مجموع کې پشتون (افغان) ولس هیڅ کله په ازاد او جمهوري افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه نه مني. بشپړه مرکه لاندي اوریدلای شیْ