د کابل له ننني برید وروسته د سیمې تصویرونه

برید په ځایي وخت د سهار په ۸:۲۰ د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې وشو

په برید کې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل شول او ۴۰۰ نور ژوبل شول

د پېښې ډېر وژل شوي او زخمیان ولسي خلک دي

په برید کې ماشومان او ښځې هم وژل شوي ا وزخمیان شوي دي

په ځاني تلفاتو سربېره، برید لوی مالي زیانونه هم اړولي دي

د کابل ښاروالۍ کارکوونکي له سړک څخه د انسانانو وینې، شیشې او نور شیان پاکوي

چارواکي وايي بریدګر په یو ټانکر کې ناست و او کله چې یې مخه ونیول شوه، ځان یې والوزوه

برید د جرمني سفارت مخې ته شوی دی

افغان چارواکي وایي د ډېرو زخمیانو حالت ښه نه دی او شاید د وژل شویو کسانو شمېر نور هم زیات شي