غوره شوي عکسونه

په ایفل برج کې د المپیک د حلقو یا کړیو لګول؛ پاریس د روان کال په دوبي‌ کې د المپیک سیالیو کوربه دی

 

د فرانسې په کالیډونیا کې د تاوتریخوالي او ناکراریو د دوام له امله، ددغې سیمې په مرکز (نوې کالیډونیا) کې د موټر یو پلورنځی سوځول شوي

یو فلسطیني ماشوم چې د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي پوځیانو په برید کې ټپي شوی دی. اسرائیل وايي، د حماس یو مرکز یې په نښه کړی چې په دغه ښوونځي کې موقعیت درلود

په برلین کې د پولیسو سلګونو افسرانو د یو افغان کډوال له خوا په چړو د خپل یو وژل شوي همکار د درناوي لپاره لاریون وکړ 

نريندرا مودي چې د درېيم ځل لپاره یې د هند د صدراعظمۍ څوکۍ وګټله، له رسنيو سره د خبرو پر مهال

په سومالیا کې د سختې ګرمۍ پرمهال د سمندر په یخو اوبو کې لامبو

په نیویارک کې د آس ځغلولو د یوې مشهورې سیالۍ څخه مخکې د لوبې په ډګر کې تمرین

د فرانسې په پارلمان کې د قانون جوړونکو لخوا د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه تود هرکلی

 په ایسلینډ کې د یوې لویې لارې هوايي انځور چې د اور غورځونکې غر لاوا لاندې کړې ده
 

د لبنان او اسرائیل ترمنځ په سرحدي سیمه کې د توغندي د لګیدو له امله اور لګیدنه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره تر لوبې مخکې د ملي سرود د زمزمه کولو په حال کې. افغانستان په دې تاریخي لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په افغانستان کې د توت موسم

د لوی اختر په درشل کې، په افغانستان کې د څارویو بازار غوړیږي