غوره شوي عکسونه

د ترکیې د استانبول ښار د ګالاتا برج پر سر د بشپړې سپوږمۍ  منظره

 

لیدونکي د بریتانیا د "فارنبورګ" هوایی نندارتون کې یو پرمختللي جیټ الوتکه ګوري

د یوګاندا امنیتي ځواکونه کمپالا ښار ته څیرمه د "ملي یووالي پلتفارم" د سیاسي ګوند دفترونو ته نږدې د ګزمې په حال کې

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د خدماتو ستاینې لپاره د سپینې ماڼۍ په بهرنۍ پنجرو باندې بالونونه ځړول شوي

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې لومړی مخ؛ دا هغه ورځ وه چې د امريکا ولسمشر جوبايډن اعلان وکړ چې د انتخاباتي سیالیو څخه وځي
 
 
 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون په پاریس کې د " ۲۰۲۴ اولمپیک کلي"  پخلنځی ګوري 

 د فیلیپن پولیس تر سخت باران لاندې ددغه هېواد پارلمان شاوخوا د امنیت د ټینګښت لپاره ولاړ وو، او ولسمشر فردیناند مارکوس یۍ خپل ملت ته درېیمه وینا اوروله

د اندونیزیا په شمال کې له سختو بارانونو وروسته، د سیمې اوسیدونکي په رسۍ باندې له سیلاب څخه تیریږي

وروسته له هغه چې نړیواله کچه په کمپیوټري سیسټمونو کې ستونزو شرکتونه اغیزمن کړي، د امریکا د اتلانټا د هارټسفیلډ - جیکسن هوايي ډګر کې مساپر د خپلو بکسونو د ترلاسه کولو لپاره له سرګردانۍ سره مخ شول

د جرمني د کولن په ښار کې د" نرښځیانو" د ټولنې او د هغوی د متحدینو د پریډ یو ګډونوال

د نیویار ښار د ټایمز په څلور لارې کې د پولیسو پر موټر لیکل شوي دي: پام مو وي چې غله مو جیب و نه وهي

د بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې د محصلینو له مظاهرو وروسته پوځيان د ښار په واټونو کې د ګزمې په حال کې

د غزې تړانګۍ په نصیرات سیمه کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د اسرائیل ځواکونو د توغندي د لګیدو شیبه

 پر قبرس باندې د ترکي ځواکونو د برید د کلیزې په مناسبت د جوړ شوي پوځي پریډ په ترڅ کې د دغه هېواد د الوتکو په زړه پورې ننداره
 
 
 
 
 
 
 

په بنو ښار کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو پر ضد د مظاهرو پر مهال ډزې او مظاهره کوونکو تېښتیدل