غوره شوي عکسونه

په استانبول کې د عاشورا د مراسمو یوه څنډه
 
 
 
 
 
 
 
 

په ننګرهار کې د سخت اورښت او طوفان له کبله ۴۰ تنه مړه شوي، ۳۴۷ نور ټپي شوي او د استوګنې لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

په ننګرهار کې د وروستي سخت اورښت او طوفان له امله د مړو شویو کسانو د جنازې مراسم 
 
 
 
 
 
 
 

سیلابونو په پنجشیر ولایت کې مالي زیانونه اړولي دي.

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې کپټان لیونل میسي، د میامي په هارډ راک لوبغالي کې د کوپا امریکا په پایلوبه کې د کولمبیا پر وړاندې له بریا وروسته د خپلو ملګرو سره د اتلولۍ جام پورته کړ.

د هسپانیې د فوټبال د ملي لوبډلې کپتان، الوارو موراتا د برلین د المپیک په لوبغالي کې د لوبډلې له نورو غړو سره د ۲۰۲۴ کال د یورو د اتلولۍ جام پورته کړ

 د جولای په ۱۵مه د انګلستان پر وړاندې د اروپا د ملتونو جام  د پای لوبې له ګټلو وروسته، د هسپانیې د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو له خپلو مینه والو سره یوځای خپله اتلولي ونمانځله.

په اورلوبو او ډرون الوتکو د رڼاګانو پرمټ د باستیل (د فرانسې ملي ورځ) څخه په زړه پورې  نمانځنه
 
 
 
 
 

د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې یوه مېرمنه د هغه کافي شاپ له مخې تیریږي چې د اروپا د ملتونو د فوټبال جام د پایلوبې پرمهال پکې چاودنه وشوه. پیښه کې د فوټبال پنځه تنه مینه وال ووژل شول

کلیان امباپه په رسمي ډول د ریال مادریډ د فوټبال له لوبډلې سره یوځای شو. 

 

د هند د چینای ښار ته څیرمه د بریښنا په یوې پایې کې د "بایا" یا اوبدونکو مرغانو ځاله
 
 
 
 
 
 
 
 

ډونالډ ټرمپ دوشنبې په شپه په میلواکي کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د ۲۰۲۴ کال د نومبر د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند په توګه په رسمي توګه له نومول کیدو وروسته، د پانسمان شوی غوږ سره را څرګند شو.

د جرمني په ټرومونډ کې د بالتیک سمندرګي د ساحل منظره
 
 
 
 
 
 
 
 

د غزې تړانګې په مرکز المغازي کې د فلسطیني کډوالو په کمپ کې د کثافاتو راټولول او د ښاروالۍ نور خدمات د اسرائیل د بمباریو له کبله د خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

د هسپانیې په پامپلونا ښار کې له غوایانو سره د ځغاستې په دودیزې میلې کې، د میلې یو شمېر ګډونوال ژوبل شول.