د دونالډ ټرمپ د ابتدايي محکمې نېټه اعلان شوه

ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلوریډا په ایالت کې د فدرال یو قاضي د اګست د میاشتې ۱۴ د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ابتدايي محکمې د پیل کېدو نېټه وټاکله.

دونالډ ټرمپ تورن دی، چې د ولسمشرۍ دورې له ختمېدو وروسته یې هم په «ناقانونه توګه د ملي امنیت لسګونه محرم اسناد» له ځان سره ساتلي وو او ددغو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره یې د حکومت په مخکې خنډ جوړ کړی و.

قاضي نن سه شنبه جون ۲۰ (جوزا۳۰) وویل چې په دې اړه باید ټول اقدامات د جولاۍ په ۲۴ نېټه وسپارل شي.

ټرمپ څلور ورځې مخکې د میامي په ښار کې محکمې ته حاضر شو. یو منصفه پلاوي په دونالډ ټرمپ باندې د محرمو اسنادو اړوند ۳۷ جنایي تورونه ولګول شول او نوموړی یې محکمې ته وغوښت. که په ټرمپ باندې دا تورونه ثابت شي، ممکن د کلونو زندان له سزا سره مخامخ شي. ټرمپ په میامي کې محکمې ته له حاضرېدو وروسته په ځان باندې ټول لګېدلي تورونه رد کړي.

دونالډ ټرمپ څه موده مخکې په یو ویدويي پیغام کې، چې په خپل رسمي انستاګرام کې یې خپور کړی و، ویلي وو چې «زه یو بې ګناه کس یم او هېڅ کوم غلط کار مې نه دی» کړی.

دا مطلب هم ولولئ

سرچېنې: ټرمپ بیا له جنايي تورونو سره مخامخ شوی، خو هغه وايي بې ګناه دی

نژدې یو کال مخکې د فدرال پلټونکو په فلورېډا کې د ټرمپ له استوګنځي څخه شاوخوا ۱۳۰۰۰ اسناد ترلاسه کړل. په دغو اسنادو کې یې په ۱۰۰ باندې محرم لیکل شوی و. د ټرمپ یو وکیل ویلي وو چې ټول هغه اسناد چې محرم پرې لیکل شوي بېرته حکومت ته استول شوي دي.

دونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو کله چې ولسمشر و، دا ټول اسناد یې له محرمیت څخه اېستلي وو، خو هغه د خپلې دغې ادعا په اړه شواهد وړاندې نکړل او مدافع وکیل یې هم په دې اړه په محکمې کې استدلال ونشو کړای.

دونالډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو په تاریخ کې د دغه هېواد لومړی مخکنی ولسمشر دی چې دوه ځلې له جنايي تورونو سره مخامخ کېږي. د اپریل په میاشت کې، هغه محکمې ته حاضر شو او د هغو تورونو په اړه یې سپیناوی وکړ چې ګنې ده د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې ته پېسې ورکړې وې چې له هغې سره یې پخواني روابط رسنیو ته ښکاره نکړي. په ټرمپ باندې دا تور ثابت نشو

شک نشته، چې دا اوسني تورونه به د دونالډ ټرمپ لپاره یو بل سرخوږی وي، ځکه چې هغه د ۲۰۲۴ کال د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی.