د امریکا د کانګریس غړی او د افریقایي الاصله امریکایانو لپاره د مدني حقونو د مبارزې یو اتل جان لیوس د جمعې په ورځ، جولای ۱۷ ( چنګاښ ۲۷) د ۸۲ کالونو په عمر مړ شو.
لویس د ډیرې مودې راهیسې په سرطان اخته وو او رنځیده.
جان لیوس په امریکا کې د مدني حقونو د مبارزې د سرلاري، مارټن لوتر کنګ ملګری و ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په لسیزه کې یې په ګڼ شمیر مظاهرو او لاریونونو کې د مارټن لوتر کنګ سره اوږه په اوږه مباررزه کړې وه.
لیوس ۲۳ کلن و چې مارټن لوتر کنګ د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې خپله تاریخي وینا ( زه یو ارمان لرم) وکړله.
جان لیوس هم پدې غونډې کې وینا کړې وه. جان پخپلې وینا کې ویلي و " مونږ باید امریکا ته ووایو چې راویښه شه. مونږ نوره حوصله نلرو او چوپ نه پاتې کیږو. "
جان لیوس په ۱۹۶۳ کال کې د ټینیسي ایالت د نشویول په پوهنتون کې د مذهب او فلسفې په برخې کې زده کړې کړې وې او د تور پوستو امریکایانو لپاره د برابرۍ لپاره یې مبارزه کوله.
ښاغلی لیوس د هغو ۱۳ تور پوستو امریکایانو د جملې نه و چې د امریکا په جنوب کې یې د لومړي ځل لپاره د سپین پوستو امریکایانو سره په یو بس کې سفر وکړ خو پولیسو ټول ونیول او وې ډبول. لیوس وروسته د محصلینو د عدم تشدد د همغږۍ د کمیټې مشر شو او د زرګونو تور پوستو امریکایانو نومونه یې د رایې ورکولو لپاره ثبت کړل. لویس ویل " ما تل د حق لپاره مبارزه کړې".
جان لیوس په ۱۹۸۶ کال کې په کانګریس کې د جورجیا د ایالت استازی وټاکل شو او د مرک تر ورځې پورې یې خپله څوکۍ ساتلې وه. هغه اولس ځلې انتخابات ګټلي و. د امریکا مخکني جمهور رئیس براک اوباما، جان لویس ته په ۲۰۱۱ کال کې د " آزادۍ" مډال ورکړ چې په امریکا کې په ملکي کچه تر ټولو ستر مډال دی.
لیوس د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن سره خپل ملاتړ څرګند کړی و او د مرګ نه وړاندې یې ویلي و، " زه دا نشم لیدی چې جمهور رئیس ټرمپ زمونږ په هغو پرمختګونو خاورې واوړې چې مونږ په ډیر زحمت ترلاسه کړي. "