د جابان اتومي بحران اوس نړۍ وارخطا کړې ده

د جابان اتومي بحران اوس نړۍ وارخطا کړې ده

په جاپان کې روان اتومي بحران په نړۍ کې د اتومي قدرت د مسونیت په اړه نوي بحثونه راپارولي دي‫.

په جاپان کې زلزلې او سمندري توپان پدغه ملک کې لویه تباهي واړوله‫. په زرګونو انسانان ووژل شول‫. ډیر کلي او ښارونه بیخي له منځه ولاړل‫. اوس یو نوی خطر راپیدا شوی‫: د اتومي بټیو د ویلي کېدو خطر چې ډیر جاپانیان یې وارخطا کړي دي.

کوم څه چې پیښ شوي هغه دا دي چې د فوکوشیما ډیچي د اتومي بریښنا د بټۍ څو ریکتورونه خراب شوي، او شعاعګانې ورڅخه راوځي‫. د جاپان صدراعظم پر ملي تلویزیون وویل ددغو خطرناکو شعاعګانو د راوتلو اندازه ډیره زیاته ده‫.

یوکیو ایډانو، د جاپان د کابینې سلاکار وویل: ( اوس مو‫ږ د هغومره اندازې په اړه خبرې کوي چې انسانان اغیزمنوي.)

حکومت پر هغو خلکو چې اتومي بټیو ته نږدې اوسیږي غږ کړی چې په خپلو کورونو کې کښیني‫. په جاپان کې ددغه نوي ناورین هم مهاله امریکايي چارواکي وايي، اتومي قدرت یې خوندي دی‫. د امریکا د انرژی وزیر، سټیفن چو: )امریکایان دې ډاډه وي چې موږ داسې کلک اصول لرو چې اتومي توان خوندي او مسولانه تولید شي‫.)

خو څارونکي وايي خبره داسې نده‫. دوی دا مني چې په دې وروستیو کلونو کې د اتومي بټیو خونديتوب بهتره شوی خو وايي امریکایان باید تر دې بد حالت ته هم آماده اوسي‫.

کیون کیمپس، بیانډ نیوکلر: (‫جاپانیان چې زلزلو او سمندري توپانونو ته تر بل هر چا زیات تیاری لري هغوی هم د ۹درجې زلزله دومره نه وه ګڼې‫. ځکه نو ممکنه خطرونه باید له سره وڅارل شي.)

د کیون کیمپس شرکت بیانډ نیوکلر چې د راډیو اکتیف فاضله موادو څارنه کوي وايي چې په امریکا کې باید له شلو زیاتو اتومي بټیو ته د فعالیت اجازه ورنکړل شي‫.

(د فوکوشیما د ډایچي بټۍ ۴۰ کلن ریکټر دی‫.‌ دا لومړنی ریکټر دی چې له بحران سره مخامخ کیږي‫. مو‫ږ په امریکا کې ۲۳ دغه ډول بټۍ لرو چې عین ډیزان لري.)

د انرژئ او چاپیریال د تحقیقاتي ادارې کارکوونکی ارجون ماکیجاني غواړي چې باید په ساحلي سیمو او د زلزلو له خطر سره مخ سیمو کې په پرتو اتومي بټیو له سره غور وشي او دا پوښتنه هم کوي چې که کوم اتومي آفت پیښیږي د پاکولو لګښت به یې څوک پرې کوي‫.

ارجون ماکیجاني، د انرژئ او چاپیریال د تحقیقاتي ادارې کارکوونکی

(اتومي ادارې د ۱۱ میلیارد ډالرو نه د زیات تاوان مسولیت نلري، پداسې حال کې چې موږ د حکومت د تاوان د کمولو فکر کوو ځکه نو په دغه موضوع بحثونه پکار دي.)

ماکیجاني وايي، که داسې کوم خطر پیښیږي ممکن خساره یې سلګونو میلیونو ډالرو ته ورسیږي.

په جاپان کې د سمندري توپان او زلزلې راهیسې، چارواکي په دې ندي بریالي شوي چې د ریکتورونو هستې د سمندر په اوبو یخې کړي. ریکتور ته د اوبو له رسیدو سره سم اوبه تبخیر کیږي.