د اونۍ غوره عکسونه

د جرمني په فرانکفورت ښار کې راغلي سیلابونه

افغانستان لکه د ګڼو نورو هیوادونو له کړاو ډک ژمي سره مخ دی چې فقر او اقتصادي بحران د روان ژمي کړاوونه لا ډیر کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په یو فرمان کې هټېوالو ته امر کړی چې د دوکانونو مخې څخه انځورونه او نانځکې لیرې کړي او یا یې سرونه پرې کړي. 

هند کې د سخوندر د رام کولو میله

د امریکا په پلازمینه کې یو شمیر کسان د بشر د حقونو د مبارزې مشر، مارتر لوتر کینګ مجسمې په وړاندې ټول شول او د هغه یاد یې تازه کړ

د سریلنکا په‌ پلازمینه کولمبو کې د حکومت ضد مظاهرې

بیجنګ کې د سکيټ لوبې یوه څنډه

د سویلي افریقا سټیلنبوش ښار کې د انګورو په باغونو کې له تاکونو څخه د چینجیو بیلولو په موخه یوه ډله هندۍ مرغاوۍ کارول کیږي چې په باغونو کې د تاکونو معاینې پر مهال یواځې چینجي خوري.

د سویس په داووس ښار کې د روانې نړیوالې اقتصادي غونډې پر وړاندې د مظاهرې یوه څنډه

په سلګونه زره مسلمانان د بنګله دیش په ټونګي ښار کې سره راټول شوي او په ګډه عبادت کوي. دا د پیشوا اجتماع په نوم یادیږي او له حج وروسته په نړۍ کې د مسلمانو دویمه ستره ټولیدنه بلل کیږي.