د متحده ایالتونو د مسیسیپی په ایالت کې د تیرې اونۍ سیلابونو ددغه ایالت د مرکز جکسن ښار اوسیدونکي له پاکو اوبو څخه بې برخې کړي دي.
سختو بارانونو او سیلابونو د مسیسیپي ایالت ځینې برخې تر اوبو لاندې کړې او په دغه ایالت کې بیړنی حالت اعلان شو. د جکسن ښار ښوونځيو، رستورانتونو او نورو سوداګریو په موقتي ډول خپلې دروازې وتړلې او چارواکو وویل نه پوهېږي چې د څښاک پاکې اوبه به کله بېرته برابرې شي.
د سېلابونو له امله د جکسن د اوبو پاکولو مرکز او د اوبو رسولو سیستم په جزوي ډول له کاره لوېدلی. ناقدین وايي چې د زیاتره تور پوستو په دې ښار کې دا مسئله جدي ده او په خبره یې، جکسن ښار د تاریخ په اوږدو کې توکمپالنې ځپلی او اوس د اوبو د بحران سره مخامخ دی.
د جکسن ښار ۱۶۰ زره اوسېدونکي، چې زیاتره یې تور پوستي دي، اړ شول چې خپل د اوبو چاره پخپله وکړي. د ښاروالۍ په نلونو کې اوبه د څښاک وړ ندي. د ښار اوسیدونکو ته ویل شوي چې دا اوبه جوش کړي.
د امریکا د ملي ګارد غړي د جکسن ښار اوسېدونکو ته د څښلو اوبه رسوي. د جکسن خلک اړ دي چې ددغو اوبو د تر لاسه کولو دپاره په اوږدو کتارونو کې ودریږي.
د میسیسیپي جمهوري غوښتونکي والي ټېټ ریویز د ملي ګارډ له ځواکونو د هغوی د هڅو له امله مننه وکړه.
ریویز وویل، تر اوسه د اوبو نږدې درې میلیونه بوتلونه وېشل شوي دي.
په ښار کې د اوبو د زېربنا په هکله پوښتنې راولاړې شوي او د اوبو رسولو سیستم په زیاتېدونکې توګه له خطر سره مخامخ دی.
د جکسن ډیموکرات ښاروال چوکوی انتار لومومبا وویل، د اوبو سیستم د زوړوالي او ناکافي ترمیم ترڅنګ د چاپېریال اغېزې هم ویني.
هغه زیاته کړه: "د اقلیم د بدلون اغېز هم ګورو. موږ ژمي کې زیات ساړه، اوړي کې ډېره ګرمي او په کال کې ډېر بارانونه وینو. دې ټولو زمونږ د ابو په سیستم اغېزه کړي ده."
چارواکي وايي په جکسن کې د اوبو فشار مخ په ښه کېدو دی، خو ددي ځای ښاروال خبرداری ورکوي چې ښايي زړې نل لیکې ماتې شي. والي او ښاروال تېره اونۍ د امریکا د بېړنیو حالاتو ادارې (FEMA) له مشرتابه سره د اوبو د تصفیه کولو له فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د فیما مشر ډین کریسوېل وویل: "پر څه چې موږ یعني فیما همدا اوس تمرکز کوو، هغه دا دي چې دا باوري کړو چې د مسیسیپي د بېړنیو حالاتو اداره چمتو کړو چې پاکې اوبه، د بوتل اوبه، ورکړی شو او د دغه کار ملاتړ وکړو.”
که څه هم د جکسن ښار ځېني اوسیدونکي چې د بوتل د اوبو د پېرلو وس لري، په خپلو موټرو کې اوبه وړي، خو سیمه ایز چارواکي وایي چې د اوبو د پاکولو فابریکه عاجل او اساسي حل ته اړتیا لري.