اسرائیلي عسکر د پنځه کاله بند تیرولو نه وروسته آزاد شو

اسرائیلي عسکر د پنځه کاله بند تیرولو نه وروسته آزاد شو

داسراېېلو عسکر ګېلاد شلېط چې پنځه کاله ېې دفلسطېنېانو په بند کې تېر کړل اوس له خپلې کورنۍ سره ېوځای شوېدی

له بل پلوه په زرګونو فلسطېنېانو په غزه کې داسراېېلو له خوانه د سوونو فلسطېنی بندېانو دخوشی کېدلو خوشالی وکړله.

داسراېېلو پوځ ووېل چې شلېت د حماس له خوانه په 2006 م کال کې نېول شوی و. مخکی له دېنه چې هغه اسراېېلی هېلېکوپټر ته وخېزی دهغه صحی معاېنات وشول او د خپلی کورنی له غړېو سره ېې په تېلېفون خبری وکړلی

. تردی وروسته بېا دمرکزی اسراېېلو ېوې نظآمی اډې ته بوتلل شو. وروسته بېا داسراېلو ېوی الوتکی هغه د شمالی اسراېېلو ېوه ښار مېتزېپ هېله ته د سه شنبی په ورځ بوته . هلته دهغه په زرگونو ملاتړ په داسی حال کې چې داسراېېلو بېرغونه ېې رپول، دهغه هرکلی ته ولاړ وو.

دحماس صدراعظم اسمعېل هانېه د بندېانو راخوشی کېدل د خداېتعالی له لوری کامېابی وبلله. هغه دغزی په ښارکی په لسهاو زرو پلوېانو ته وېنا وکړله. هغه د بندېانو تبادله د فلسطېنېانو لپاره د وحدت سبب وباله .

هغه ووېل د حماس مرکچېان په دې وتوانېدل چې د فلسطېن په هرگو ټ کې چې څوک نېول شوی وو، هغه راخوشی کړی. په دې کې فتح دگوند غړی هم چې د حماس رقېبه ډله ده راخوشی شول.

داسراېېلو عسکر ګېلاد شلېت او په سونو فلسطېنی بندېان دسه شنبی په ورځ د بندېانو د تبادلی په ېوه تارېخی پېښه کې خوشی شول او د سرحد دواړو خواو ته دخلکو له خوانه داکار ولمانځل شو. اسراېېلی عسکر گېلاد شلېت نری او ستړی ښکارېده اواسراېېلو ته دمصر له لاری ستون شو. دمصر حکومت په دغه تبادله کې منځگړتوب کړی و.

تقرېبا په همدغه وخت کې اسراېېلو په سونو فلسطېنی بندېان خوشی کړل. په دغو بندېانو کې ېوشمېر کسان د رفاه دسرحد له لاری غزی ته واووښتل او دسرحد په بله غاړه ېې خپل او خپلوان اودوستان ورته ولاړ وو.

گېلاد شلېت دمصرله ېوه تلوېزېون سره په مرکه کې هېله ښکاره کړله چې د بندېانو تبادله ددی سبب سی چې داسراېېلو او فلسطېنېانو ترمنځ سوله منځته راشی.

دغزی په تړانگه او لوېدېځه غاړه، کې د فلسطېن د بندېانو راتللو ته غزه والو او نورو راټولو شویو خلکو خوشالی کوله او د حماس شېن بېرغ ېې رپاوه. هغوی دهغو 300 سوه فلسطېنی بندېانو په خوشی کېدلو خوشالی کوله چې داسراېېلی عسکر په بدل کې راخوشی شوی وو.

د فلسطېن جمهوررئېس محمود عباس په زرگونو خلکو ته وېناوکړله.

په دغه تبادله کې 477 بندېان د سه شنبی په ورځ خوشی شول او 550 تنه به په راتلونکېو دوه مېاشتو کې خوشی شی. تقرېبا 100 تنه فلسطېنېان لوېدېځې غاړی ته ولېږل شول او تقرېبا 40 تنه اردن، قطر، سورېې او ترکېې ته ولېږل شول. پاتی نورکسان په غزه کې خوشی شول.

گېلاد شلېت اوس 25 کلن دی. نوموړی په 2006 کال کې دفلسطېن د سرتېرو له خوانه په ېوه چپاو کې نېول شوی و. دغه چپاو د غزی له تړانگی نه په جنوبی اسراېېلو کې شوی و.