امریکا په یمن کې د حوثیانو نظامي مرکزونه ویشتي

آرشیف

د متحده ایالات پوځ وایي په یمن کې یې د حوثي شعیه یاغیانو د سوق او ادارې مرکزونه ویشتي چې د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې بریدونو کې د حوثیانو هغه عملیاتي مرکز په نښه شوی و چې د امریکا د بحري ځواکونو په جنګي کښتیو او د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په سوداګریزو کښتیو باندې بریدونه پکې همغږي کیدل.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بریدونه د سنټکام هغې ژمنې پر اساس شوي چې د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو د خوندیتوب، سیمه ایزو همکارانو او نړیوالو کښتیو د خوندیتوب لپاره یې کړیدي.

په یمن کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د ۲۰۲۳ میلادي نومبر میاشتې راهیسې په سرې بحیرې او عدن خلیج کې په سوداګریزو او نورو کښتیو باندې بریدونه کوي او وایي چې دا کار په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل جګړې په غبرګون کې کوي.

متحده ایالاتو او بریتانیا د روان عیسوي کال له جنوري راهیسې په سرې بحیرې او د عدن په خلیج کې پر بېړیو باندې د یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کوي.

په کابو یو کال کې د حوثیانو په څه باندې ۱۰۰ بریدونو کې دوه بېړۍ ډوبې شوي دي او څلور کسان په کې وژل شوي دي. حوثي یاغیانو همداشان د تېر کال په نومبر کې یوه بېړۍ او ټوله عمله یې وتښتوله چې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

متحده ایالاتو داسې مهال په یمن کې د حوثیانو په نظامي مرکز دا هوایي بریدونه کړي چې ها خوا اسرائیلي چارواکو یلي د دې هیواد په مرکزي برخو باندې د توغندیو بریدونه شوي.

سره لدې چې اسرائیلي چارواکو یې ملامتي په چا نده اچولې خو حوثي شعیه یاغیانو ادعا کړې چې توغندي دوي وار کړیدي.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې د تل ابیب په تر ټولو ستر ښار تل ابیب کې د دوشنبې په ورځ و، ویلي چې پدې ښار کې هم د هوایي دفاع سیسټیمونو فعالیدو غږونه اوریدل شویدي.