په امریکا کې راتلونکې اونۍ د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې ایران د ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب ۴۵مه کلیزه نمانځي او له واشنګټن سره یې اړیکې، د ډیرو په باور، ترینګلي پاتې دي.
د منځني ختیځ په شخړو کې، د حزب الله په څېر د ایران ملاتړو ډلو ګوزار خوړلی او تهران لا هم په ظاهره، پر خپله خاوره باندې د اسرائیل د شنبې د ورځې د هوايي بریدونو د زیانونو په ارزولو بوخت دی. اسرائیل په ایران باندې دغه برید پر خپله خاوره د تهران د بالستیک توغندیو د دوو بریدونو په ځواب کې وکړ.
د تهران د اتومي پروګرامونو له کبله پر ایران باندې نړیوالو بندیزونو د ډالرو په مقابل کې د ایراني ریال ارزښت تقریبا تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی دی.
امریکایان د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ته رایې ورکوي او په ایران کې خلک په دې اړه وېشلي دي چې له دغو دوو کاندیدانو څخه کوم یو یې د ایران په ګټه دی.
نور بیا د ۶۵ کلن صادق رباني په څېر نظر لري. هغه وايي: "د ۱۹۷۹ د انقلاب راهیسې د ایران په اړه د امریکا د ټولو ټاکل شویو ولسمشرانو نظر یو شی دی او زه فکر نه کوم چې په دې کې به بدلون راشي."
د ایران په اړه د هریس او ټرمپ سخت دریځ
د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو دواړو کاندیدانو د ایران په اړه سخت دریځ نیولی او یا یې د سخت دریځ نیولو ژمنه کړې ده.
ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له اتومي تړون څخه واشنګټن بهر کړ او د هغه په امر په ۲۰۲۰ کې د ایران ترټولو لوړپوړی جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې د ډرون په یو برید کې ووژل شو. ټرمپ ته خبرداری ورکړل شوی چې له دې کبله ایران ښايي د هغه په وړاندې د غچ اخیستلو په لټه کې وي.
هریس بیا د سپتمبر په میاشت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په یوه مناظره کې وویل چې هغه به تل "اسرائیل ته له خپل ځان څخه د دفاع وړتیا ورکړي، په ځانګړي ډول د ایران په وړاندې او د هغه خطر په وړاندې چې ایران او نیابتي ډلې یې اسرائیل ته متوجه کوي."
د بایډن ادارې په خپل وار له ایران سره د تهران د اتومي پروګرام په اړه د غیرمستقیمو مذاکراتو هڅه کړې خو کومې ملموسې پایلې یې ندي ترلاسه کړي.
ایرانیان څه وايي؟
د تهران په ښار کې په یو کافي شاپ کې، چې د ځوانانو په منځ کې مشهور دی، ۲۲ کلنه زهرا رضايي وویل چې هغه د هریس بری غوره بولي.
رضايي اسوشیټیډ پریس ته وویل: "موږ په تیرو وختونو کې ټرمپ ولید او هغه یوازې د ایران ضد سیاست چلاوه. اوس د یوې ښځې لپاره فرصت دی... زه فکر کوم چې هغه [هریس] به ښه وي ځکه چې هغه د جګړې هڅه نه کوي."
د سیاسي علومو ۲۸ کلن فارغ ابراهیم شیري هم همدا نظر لري.
هغه وویل: "زه فکر کوم چې هریس نړۍ ښه پیژني. هغې او [جو] بایډن اسرائیل قانع کړل چې د ایران په اتومي تاسیساتو برید ونکړي. دا د سولې په لور حرکت دی."
نور ایرانيان په دې باور دي چې ټرمپ، د هغه د معاملې کولو د ژمنو له کبله ښايي غوره وي.
۴۳ کلن محمد علي رؤفي چې د دوه ګوني کړکیو جوړولو دوکان لري، وویل: "زه نه پوهېږم چې د امریکا خلک څه فکر کوي، خو ټرمپ کولی شي له ایران سره چټکه معامله وکړي. د هریس په شمول د بایډن اداره په خپله واکمنۍ کې په دغو کلونو کې له ایران سره کومې معاملې ته په رسیدو کې پاتې راغلې ده."
۳۱ کلن ټیکسي چلوونکی رضا قایمي هم انګیري چې ټرمپ ښايي په سیمه کې تاوتریخوالی کم کړي ځکه چې هغه د خپلې دورې پر مهال له منځني ختیځ څخه د متحده ایالاتو د سرتیرو د ایستلو غوښتنه وکړه.
ډیرو نور ایرانیانو بیا د کامرې مخې ته له اسوشیتد پرس سره له خبرو ډډه کوله. ایران یوازې دولتي تلویزیون او راډیو سټیشنونه لري، او خلک د هغو خبریالانو په اړه شکمن دي چې له ویډیو کامرو او مایکروفونونو سره په سرک راښکاره کیږي. یوه ښځه چې په لاره روانه وه، د اسوشیتد پرس د کامرې له لیدو وروسته سمدستي خپل مخ په هغه څادر وپوښه چې مخکې یې په غاړه کې پروت و.
اکثره دغو کسانو چې له اسوشیتد پرس سره غږېدلي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د مستقیمې جګړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده، په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې په راتلونکو ټاکنو کې ټرمپ بریالی شي.
۵۳ کلن احمد مرادي که څه هم وايي چې په شخصي لحاظ د ټرمپ بری غوره بولي خو زیاتوي چې دا به د امریکا او ایران جګړه "۱۰۰ فیصده" یقیني کړي.
یوې ښځې چې خپل نوم یې مهناز وښود او د عواقبو له ډاره یې له ښکاره خبرو څخه ډډه کوله، وویل هریس کیدای شي له ایران سره هیڅ معاملې ته ونه رسیږي چې یوازې "نارینه کولی شي له نارینه وو سره خبرې وکړي."
فریبا عبیدي په نوم بلې ښځې وویل: "زه فکر کوم که ټرمپ وټاکل شي، دا به زموږ د ماشومانو لپاره خورا ستونزمن وي. البته دا مهمه نده چې څوک ټاکل کیږي، زموږ لپاره وضعیت له وړاندې ډیر سخت دی."
هغې زیاته کړه: "موږ ایرانیان په یوه سیاسي لوبه کې ګېر یو. او زموږ ماشومان ددې بیه پرې کوي. مګر زه لاهم په دې باور یم چې که ټرمپ وي، نو وضعیت به نور هم ستونزمن شي، په ځانګړي توګه زما د زوی لپاره چې زده کونکی دی او په امریکا کې د زده کړې لپاره د غوښتنلیک ورکولو پلان لري."
د می په میاشت کې د هلیکوپتر د غورځیدو په پېښه کې د پخواني سخت دریځې ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته، د ایران اصلاح غوښتونکی ولسمشر مسعود پزشکیان واک ترلاسه کړ. هغه ژمنه کړې چې پر تهران باندې د لویدیځ د بندیزونو د کمولو لپاره به یوې موافقې ته رسیږي.
دا مطلب هم ولولئ خامنه اي : دښمن سره تعامل تاوان نلري
ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د منځني ختیځ له شخړې څخه د اتومي خبرو اترو جلا کول ممکن دي، که څه هم امریکا د نومبر په ټاکنو کې ایران په لاسوهنه تورن کړی او تهران دا تور رد کړی دی.
د پزیشکیان د ادارې ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، تهران غواړي د امریکا په پالیسیو کې بدلون او د نورو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی وګوري. هغې وویل، دا له واشنګټن څخه هم غواړي چې "د کړکیچ رامنځته کوونکو فعالیتونو څخه ډډه وکړي لکه څنګه چې موږ په وروستیو کلونو کې لیدلي دي."
خو شنونکي په دې باور دي چې که د امریکا د نومبر ټاکنې هرڅوک وګټي، د واشنګټن او تهران ترمنځ احتمالي خبرې اترې ستونزمنې بریښي.
شنونکي علي صوفي اصلاح پلوه شرق ورځپاڼې ته وویل چې ممکنه "خبرې اترې به اوږدې او ځنډنۍ وي." بل شنونکی سعید نورمحمدي باوري دي چې دا ډول خبرې "امکان نلري چې ګټورې وي."
خو په نهایت کې هر ډول پریکړه د ایران د ۸۵ کلن مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي په غاړه ده.
۶۷ کلن متقاعد استاد عباس قاسمي وویل: "تاسو پوهېږئ، خامنهيي د امریکا اته ولسمشران لیدلي، هغه پوهیږي چې له راتلونکي ولسمشر سره څه ډول چلند وکړي."