د امنیت شورا بیا پر ایران بندیزونه ولگول

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ایران باندې د څلورم ځل لپاره سخت بندیزونه ولګول چې هدف یې د دغه هیواد د اتومي پروګرام بندول دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پریکړه د چارشنبې په ورځ وکړه.

د شورا د پنځلسو غړو نه دولسو غړو یې پدې اړه مثبتې رایې ورکړیدي، دوه غړو یې مخالفې او یوه غړي یې هم ممتنع رایه ورکړیدې.

د چارشنبې د ورځې په رایه ګیرۍ کې برازیل او ترکې مخالفې رایې وکړې خو لبنان بیا پدې برخې کې خپله رایه ممتنع اعلان کړه.

په ملګرو ملتونو کې د برازیل دایمې استازې ماریه لویزا ریبیریو وایوتي ویلي دي چې د ایران سره د برازیل او ترکې په منځګړتوب شوې معاملې ته باید چې یو څه وخت ورکړل شوی ؤ تر څو یې نتیجه معلومه شوې وی. د دغې معاملې له مخې ایران دا منلې وه چې خپل د ټیټې کچې غني شوي یورانیم به ترکې ته استوي او په بدل کې به د تهران د یوې تحقیقاتې بټۍ لپاره ورته اتومي تیل ورکړل شوي ؤ.

د برازیل استازې پدې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ.

" د برازیل حکومت پدې اړه زیات خواشینی دی ځکه چې زمونږ ګډې اعلامې ته هغه شان سیاسي ارزښت ورنکړل شوی چې باید ورته ورکړل شوی ؤ او بله دا چې دغې اعلامیې ته وخت هم ورنکړل شو تر څو یې نتیجه معلومه شوې وه. میرمن ماریه لویزا ریبریو وایي د برازیل په اند دا غیرې طبعې کار دی چې د بندیزونو په لګولو کې دې تلوار وشي او وایي چې اړوندې ډلې دې د اعلامیې د تطبیق نه وړاندې سره کښینې او پدې اړه دې خبرې وکړي. "

په ملګرو ملتونو کې د ترکې استازي ښاغلي ارتوګرول اپکان هم د برازیل د استازې په شان نظر درلود. هغه ویلي دي چې د ترکې یو دلیل دا هم دی چې ولې دغې پریکړې سره مخالفت لري ځکه چې د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او روسیې پرون د چارشنبې په ورځ وختي اعلان وکړ چې د برازیل او ترکې په منځګړتوب د ایران سره شوې معامله نه مني.

ښاغلی اپکان وایي سره لدې چې ترکیه د دغې پریکړې لیک سره مخالفت لري خو بیا هم پدې باندې ټینګار کوي چې ایران باید چې د خپل اتومي پروګرام په اړه ټولو اندیښنو ته ځواب ووایي.

" دا چې مونږ د پریکړې په اړه منفي رایه ورکړیدی، د دې نه دا تعبیر باید چې ونشي چې ګواکې مونږ د هغو ستونزو په برخې کې د نظر اختلاف لرو چې د ایران د اتومي پروګرام نه رامنځته کیږي. نړیواله ټولنه د ایران د اتومي پروګرام د هدف او مقصد په اړه زیاتې او جدي پوښتنې لري او باید چې دغو ټولو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل شي."

په ایران باندې د نوو بندیزونو له مخې به پدغه ملک باندې نور هم فشار زیات شي چې خپل اتومي فعالیت دې بند کړي او خبرو ته دې حاضر شي.

په نوو بندیزونو کې په ایران باندې د وسلو او همدارنګه د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په ځینو ډولونو باندې هم بندیزونه وضع شویدی.

همدارنګه د ایران په مالي او د بیمې په څانګې باندې هم ځیني محدودیتونه لګیدلي دي او بله دا چې ټول هغه تجارتي مالونه به لټول کیږي چې ایران ته لیږدول کیږي تر څو د دې مخه ونیول شي ایران بندې شوې وسلې په قاچاقي ډول انتقال نکړي.

په عین حال کې په څلویښتو نورو عناصرو باندې هم نوي بندیزونه لګیدلي دي چې د ایران د سپاه انقلاب سره اړیکې لري. د ایران د کښتیو په کمپنیو او همدارنګه د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې په رییس ښاغلي جواد رهیقي باندې هم بندیز لګیدلی دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوسن رایس ویلي دي چې په ایران باندې د څلور ځل بندیز لګول پر ځای ؤ ځکه چې ایران د یورانیمو د غني کولو کار نه ؤ درولی او هم یې پدې تیرو څو میاشتو کې د نړیوالې ټولنې خبرو ته پام ندی کړی.

" د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې نړۍ ته دا پته ولګیده چې ایران په پټه د قم په ښار کې د یورانیمو د غني کولو یوه بټې جوړه کړیده. چې دا کار یې هم د نړیوالې ټولنې او هم د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پریکړو نه سرغړاونه وه. همدارنګه ایران د تیر کال د نومبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د یورانیمو د غني کولو لس نورې بټۍ به هم جوړوي او بله دا چې د همدې کال د فبروري په میاشت کې یې دا اعلان وکړ چې تر شلو فیصدو پورې به یورانیم غني کړي. چې پدې اندازه د غني شوي یورانیمو نه د وسلو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.

له بلې خوا د امریکا جمهور رییس براک اوباما ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا په ایران باندې د څلور ځل لپاره د بندیزونو لګول په ښکاره ډول د ایران لپاره دا پیغام رسوي چې باید په اتومي چارو کې خپله لاره بدله کاندي.

جمهور رییس اوباما ویلي دي په ایران باندې دا بندیزونه پدې خاطر ولګول شول چې د اتومي وسلو د نه خپرولو د تړون په اساس یې د خپلو نړیوالو مکلفیتونو او مسؤلیتونو نه سرغړاونه کوله او بله دا چې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې شرطونو ته یې غاړه نه کیښودله.

جمهور رییس اوباما وویل اوس ایران باید چې یو څه بدل شي.

" د ایران حکومت باید چې پدې پوه شي چې امنیت د اتومي وسلو په لرلو باندې نه راځي. امنیت پدې راځي چې نړیوالو قوانینو ته غاړه کیښودل شي او د سوله ایز نیت څرګندونه وشي. “

د ایران حکومت ملګرو ملتونو دغه پریکړه رد کړیده، د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد ویلي دي چې دا پریکړه هیڅ ازښت نلري او دهغه په قول باید چې د زړو کالیو په شان په چټلیو کې واچول شي.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما ویلي دي چې اوس هم د ایران پر مخ د یپلوماتیکو خبرو دروازه تړل شوې نده او ویلي یې دي چې دایران په ولس باندې بندیزونه لګول شوي ندي. اوباما ویلي دي هغه هیله لري چې د ایران حکومت به یوه ښه لاره غوره کاندي.