په ایران کې په زرګونو خلګو د اسلامي انقلاب ۳۳ مه کلیزه ولمانځله

په ایران کې په زرګونو خلګو د اسلامي انقلاب ۳۳ مه کلیزه ولمانځله

نن په ټول ایران کې په زرگونو خلکو د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د دري دیرشمې کلیزې په ویاړپه ېوه ستر لاریون کې گډون وکړ.

د ایران دولتی تلویزون د هرې کوڅې او سرک هغه لاریونونه ښودل چې د 1979کال د اسلامي انقلاب د بري لمانځنه یې کوله.

په لسگونو زره لاریون کوونکېو د ایران بیرغونه رپول او د انقلاب د دوه مړو شوو مشرانو، ایت الله روح الله خمېنئ او د هغه د ځای ناستي ایت الله علي خامنې عسکونه لیږدول.

د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد هم د تهران د ازادې په واټ کې د انقلاب د بریا په ویاړ وینا وکړه اودا ټکې یې هم ذکر کړ چې ایران به ډیر ژر د اتومي فعالیت په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو یو خبر خپور کړي. دولتي تلویزون وویل هغه پدې اړه نور جزئېات ورنه کړل.