احمدي نژاد د خبرو لپاره د یوه چوکاټ د جوړیدو غوښتنه کړیده

د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد پیشنهاد کړی چی د نړۍ د مشرانو سره به وګوري او د خپل ملک د ذروي پروګرام په باب د خبرو یو چوکاټ به برابر کړي، پدې شرط چې د نړۍ طاقت لرونکي هیوادونه د تهران د طبي تحقیقاتو د بټۍ لپاره اتومي تیل ورکړي.

ښاغلي احمدي نژاد په نیو یارک کي په یوه خبري کنفرانس کي وویل چی ایران دیته تیار دی دی چې د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د پنځو دائمي غړو ملکونو جمع جرمني سره وګوري. هغه وویل چی دا خبري د اکتوبر په میاشت کی کیدای شي.

ښاغلي احمدي نژاد وویل چی " د خبرو دروازه د عدالت او احترام په چوکاټ کي خلاصه ده." هغه وویل چی د اروپایي اتحاد د خارجي پالیسۍ مشره ( کاترین ایشټن ) باید ددې خبرو د نېټې د ټاکلو د پاره د تهران سره تماس ونیسي.