د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د القاعده ترهګرې شبکې له نوي مشر سره معامله کړې وي.
دغه پخواني امریکايي دپلومات په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «سیف العدل چې په ایران کې میشت دی د القاعدې مشر شوی دی. په ډیر احتمال چې د سیف او د ایران د قدس ځواک ترمنځ یوه معامله شوې وي: د ایران د پناه ورکولو او ملاتړ په بدل کې القاعده د رژیم د مخالفانو په نښه کولو سره به یې ناپاکه فعالیتونه ترسره کوي.»
د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۵ مه (۲۶ عقرب) تائید کړه چې د القاعدې نوی مشر سیف العدل په ایران کې میشت دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس په ایران کې د العدل د شتون په اړه خبریالانو ته وویل: «القاعدې ته د امن ځای برابرول د ایران له خوا له ترهګرۍ او په منځني ختیځ او له هغه اخوا کې د دغه هیواد د بې ثباته کوونکو فعالیتونو د پراخ ملاتړ یوه بله بیلګه ده."
تر دې مخکې د ملګروملتونو کارپوهانو د فبرورۍ په دیارلسمه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د دغه سازمان د غړیو هیوادونو ترمنځ دا نظر شته چې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته د دغه سازمان مشري سیف العدل ته ورکړل شوې ده او هغه اوس په ایران کې دی.
خو ایران دغه ارزونه رد کړه. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یو ټویټ کې لیکلي: "د یادولو وړ ده چې د القاعدې د تش په نامه نوي مشر پته ناسمه ده. دا ناسم معلومات په بالقوه توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې له خنډ سره مخ کولی شي."
خلیلزاد ویلي دي چې د ایران رژیم په دننه او بهر کې له خپلو مخالفینو سره د مقابلې لپاره په ترورېزم ډیره تکیه کوي. هغه زیاته کړې ده چې د تهران له خوا د ګواښونو زیاتوالي د ایران انټرنیشنل ټلویزیون دې ته اړ کړ چې په لنډمهاله توګه په لندن کې خپل فعالیتونه ودروي.
د ایران انټرنیشنل په یو راپور کې ویلي چې "د خپلو خبریالانو او همکارانو د خوندیتوب لپاره" یې د جمعې په ماښام [فبرورۍ ۱۷] له لندن څخه خپلې خپرونې بندې کړې او خپل ټول ۲۴ ساعته خبري یې واشنګټن ته انتقال کړې.
زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ایران مخ پر زیاتیدونکي ګواښ ته په پام امریکا او متحدین یې باید د تهران د رژیم نړیوال مشروعیت نور هم منزوي او کمزوری کړي.
د امریکا حکومت د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
خو القاعدې د ایمن الظواهري پر ځای د سیف العدل د ټاکلو په اړه تر اوسه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.
سیف العدل چې د مصر تبعه دی، د محمد صلاح الدین عبدالحلیم زیدان په نوم د ۲۰۰۱ کال له جنورۍ راهیسې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سیف العدل د بن لادن د امنیت د مشر په توګه د دې شبکې افراطیانو ته د چاودیدونکو توکو د کارولو څرنګوالی ورزده کاوه. هغه همداشان یو شمېر هغه الوتکه برمته کوونکي هم روزلي وو چې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې لاس درلود.